د شام د حلب ښار په ختیځ کې د یاغیانو د ولقې لاندې برخو نه د خلکو د وتلو لړۍ د څو ساعتونو د ځنډ نه وروستو د اتوار په ورځ بیا پېل شوې ده.
د حلب نه د ګېر شوؤ زرګونو په شمېره کې خلکو د وتلو دپاره یوه لوظنامه شوې وه او د هغې وروستو د اتوار په ورځ دغلته د خلکو ویستلو دپاره ګاډي رسېدلي وو ولې د بسونو سوځولو له سببه دغه عمل ودرول شوی ؤ.
ولې د شام دپاره د ملګرو ملتونو مشاور جان ایجیلینډ په ټویټر ویلي چې د کفریا او فوعه د سیمو نه د خلکو د وتلو لړۍ لږه ډېره پېل شوې او په زرګونو خلک اوس هم وتلو ته په انتظار دي.
د نیمي شپې وروستو د نړیوال رېډکراس کمېټۍ چارواکي رابرټ مارډيني هم په ټویټر ویلي چې د پينځه ؤ بسونو او یو اېمبولینس د لارې خلک د حلب د ختیځ نه وتلي دي.
نوموړي هیله څرګند کړې چې دا سلسله په مناسب انداز دوام ولري.
له دې وړاندې د جمعې د ورځې پورې نهه زره تنه ویستل شوي وو ولې وروستو دغه لړۍ د ځنډ ښکار شوې وه.
د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو امنیتي شورا کې په دې قرارداد رایې شماري کيږي چې پکې د خلکو د وتلو د څار دپاره د مبصرینو حلب ته د لېږلو ویل شوي دي.
د ملګرو ملتونو مشاور جان ایجيلینډ د اتوار په ورځ بسونو باندې د برید تور د القاعده سره اړوند یاغي وسله والو باندې لګولی او سختې نيوکې يې پرې کړي دي.
هغه خبرداری ورکړی چې بسونو ته د اُور اچولو نه به ټولې امدادي هڅې اغېزمنې شي.
دغه بسونه د شیعه ګڼ مېشتو سیمو فوعه او کفریه نه خلکو ویستلو ته روان وو.
د صدر بشارالاسد د حکومت پلوي ځواکونه غوښتنه کوي چې د فوعه او کفریه نه دې خلک وویستل شي او په بدل کې دې د ختیځ حلب نه ښاریان او یاغیانو د ویستلو اجازه ورکړی شي.