ترکي کې پوليسو هاغه تن نيولى چې پلازمينه انقره کې يې دامريکايي سفارتخانې مخې ته ډزې کړې وې.
دسرکاري خبري ادارې انادولو ترمخه يو تن په هوا کې اته ډزې کړيدي.
سفارتخانې څخه بهر موجودو ساتونکو په ظاهره دغه تن نيولى او پوليسو ته يې سپارلى، دغه ډزو کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
امريکايي سفارت خانې څخه جاري شوي بيان کې ويل شوي دنهې په ورځ انقرهر، استنبول او جنوبي ښار ادانا کې به دهغوي دمشن دمعمول هلې ځلې بندې وي.
انقره کې امريکايي سفارتخانه دهاغه ځايې څخه په لږه فاصله کې موقعيت لري چرته چې دګل په ورځ دعکسونو ديو نمايش په مهال دترک پوليسو يو عسکر په ډزو سره دروس سفير وژلى و.
په ظاهره دغه عسکر شام کې دروس په کردار خفه و، خو په سمدستي توګه نه ده په ډاګه شوې چې ايا ددغو دواړو پېښو يو بل سره څه تعلق شته که نه.
روس او ترکي دروسي سفير دوژنې پيښه ددوه اړخيزه اړيکو دښه والي دهڅو داغيزمنولو هڅه ګرځولې ده.
امريکا هم انقره کې دروسي سفير دوژنې غندنه کړې ده.