لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان او حقاني شبکه پاکستان څخه فعالیت کوی،پېنټاګون


 کانګريس ته افغانستان کې دامنيت او ثبات په اړه دشپږو مياشتو پخپل راپور کې پينټاګان ويلي دطالبانو دحقاني نيټ ورک دلوړپوړي مشرتابه په ګډون دافغان طالبانو ډلې دپاکستان په خاوره دجوړو خپلو خوندي ځالو څخه دتګ راتګ ازادي لري.
کانګريس ته افغانستان کې دامنيت او ثبات په اړه دشپږو مياشتو پخپل راپور کې پينټاګان ويلي دطالبانو دحقاني نيټ ورک دلوړپوړي مشرتابه په ګډون دافغان طالبانو ډلې دپاکستان په خاوره دجوړو خپلو خوندي ځالو څخه دتګ راتګ ازادي لري.

پينټاګان ويلي دي دحقاني نيټ ورک په څير دافغان طالبانو ډلې دپاکستان دخاورې څخه ازادانه فعاليت کوي، خو دپاکستان خارجه دفتر دپينټاګان دغه اندازه رد کړې او خپل ګاونډي هيواد افغانستان يې سيمه کې دترهه ګرۍ مرکز ګرځولى دى.

کانګريس ته افغانستان کې دامنيت او ثبات په اړه دشپږو مياشتو پخپل راپور کې پينټاګان ويلي دطالبانو دحقاني نيټ ورک دلوړپوړي مشرتابه په ګډون دافغان طالبانو ډلې دپاکستان په خاوره دجوړو خپلو خوندي ځالو څخه دتګ راتګ ازادي لري.

راپور کې ويل شوي دي امريکا اوس هم دهاغو ګامونوپه اړه واضحه ده چې پاکستان ته دامنيتې وضعې ښې کولو او ترهه ګريزو او تندروه ډلو ته دخوندي ځالو ورکولو څخه دانکار لپاره اخستل پکار دي.

دسلو پاڼو په دغه راپور کې پينټاګان وايي چې دپاکستان او افغانستان سرحدي سيمه اوس هم دبيلا بيلو ترهه ګريزو ډلو يوه خوندي ځاله ده او زياتوي چې دغه ځاله او دغه ترهه ګريزې دلې ددواړو هيوادونو دامنيت لپاره چيلنج دى او دسيمې دثبات او امنيت ته يې ګواښ راولاړ کړى.

راپور کې ويل شوي دي چې په اجتماعي توګه ترهه ګريزې ډلې او حقاني نيټ ورک افغان، امريکايي او ايتلافي ځواکونو لپاره اوس هم چيلنج دى.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند نفيس زکريا ددغه راپور په غبرګون کې دپاکستاني پوځ لخوا قبايلي سيمو کې دترهه ګرۍ په ضد داخستل شوو ګامونو يادونه کړې دکومو سره چې دهغه په قول سيمه کې امن پځايې شويدى، هغه ويلي دي چې دپوځي عملياتو دپيل کيدو څخه وروستو په ګڼ شمير کې ترهه ګر ګاونډي هيواد افغانستان ته تللي دي.

نفيس زکريا ويلي دي سږکال افغانستان کې دحقاني نيټ ورک،طالبانو، القاعده او نورو ترهه ګريزو ډلو دلوړپوړو کمانډرانو وژل کيدل پخپله په ډاګه کوي چې ددغو ترهه ګريزو ډلو مشرتابه اوس مهال چرته بنياد لري

دافغانستان لخوا دپاکستان ددغه ادعا په اړه تر دې مهاله کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه روانه اوونۍ کې سينيټ کې دخارجه چارو دکميټۍ کې دخارجه دفتر يو لوړپوړي چارواکي ويلي وو حقاني نيټ ورک او طالبانو ته ويل شوي چې افغانستان کې دې تشدد پريږدي.

په ډاګه دې وي چې دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري دتيليويزيون په يوه مرکه کې منلې وه چې دحقاني نيټ ورک او طالبانو ځينې تندلاري اوس هم پاکستان کې دي خو دهغه په قول هغوي ته ويل شوي چې افغانستان کې دې په کوم تشدد يا ترهه ګريز عمل کې نه بوخت کيږي.

نفيس زکريا دافغان سولې عملې کې دپاکستان لخوا داسانتيا ورکولو ژمنه هم تکرار کړې ده.

دپاکستان، روس او چين څخه به لوړپوړي چارواکي ددسمبر په ٢٧مه نيټه روس کې ليدنه کوي چې پکې دافغانستان په وضعيت او سيمه کې په امنيتي صورتحال بحث کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG