لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دچين په مرسته دنوي جوهري بجلي ګهر پرانسته کړې

درې سوه څلويښت ميګاواټه بجلي پيدا کوونکى دا جوهري بجلي ګهر دپاکستان اټامک انرجۍ دکميسيون او چاينه نيشنل نيوکلير کارپوريشن په مرستې سره تيار کړى شوى، دې سيمه کې دچين په مرستې سره تيار کړى شوى دا دريم جوهري بجلي ګهر دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف دچين په مرسته دشورو په ورځ دپنجاب ايالت ميانوالي سره نزې ديو جوهري بجلي ګهر پرانسته کړې ده.

درې سوه څلويښت ميګاواټه بجلي پيدا کوونکى دا جوهري بجلي ګهر دپاکستان اټامک انرجۍ دکميسيون او چاينه نيشنل نيوکلير کارپوريشن په مرستې سره تيار کړى شوى، دې سيمه کې دچين په مرستې سره تيار کړى شوى دا دريم جوهري بجلي ګهر دى.

له دې وړاندې دچين په مرستې سره دې سيمه کې جوړ شوي چشم يو او چشمه دوهم نومې دوه بجلي ګهرونه خواوشا شپږ سوه ميګاواټه بجلي پيدا کوي.

دچشمه دريم جوهري بجلي ګهر دپرانستې په مهال دپاکستان اټامک انرجي کميسيون مشر محمد نعيم وويل پاکستان په ١٩٧٢ء کې کراچۍ کې ١٣٧ ميګاواټه پلانټ لګول او دسول نيوکليئر پاور پروګرام پيل يې کړى و او دهغه په دغه سفر اوس په برياليتوب سره روان دى.

په دغه مهال پاکستاني وزيراعظم نوازشريف وويل دجوهري انرژۍ منصوبو سره به هيواد کې صارفينو ته نسبتا ارزانه بجلۍ کې مرسته ترلاسه شي.

هغه ويلي چشمه او دمظفرګړهـ په مقام د١١٠٠ ميګاواټه پيداواري توان ددرې نورو جوهري پاور پلانټونو دجوړولو منصوبه هم جوړه کړى شوې ده.

په ډاګه دې وي چې کراچۍ کې هم دکى ټو او کى تهري په نوم جوهري بجلي ګهرونه جوړولى شي او دحکومت وينا ده ددې مکمليدو سره به ٢٠٣٠م پورې قومي ګرډ کې اته زره او اته سوه ميګاواټه بجلي شامل شي.

پاکستان کې دچارواکو وينا ده دچشمه دريم په ګډون هيواد کې دټولو جوهري پاور پلانټونو تحفظ لپاره دجوهري انرژۍ دعالمي ادارې ايي اى اي اى دجوړ کړى شوي معيار ترمخه ګامونه اخستل کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG