لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ په ضد نوی قانون جوړوي


د نوي جوړېدونکې قانون لاندې به د ترهګرۍ مقدمې په راتلونکې وخت کې په مستقل ډول پوځي عدالتونو ته لېږلی شي او اورېدنې به یې کيږي.
د نوي جوړېدونکې قانون لاندې به د ترهګرۍ مقدمې په راتلونکې وخت کې په مستقل ډول پوځي عدالتونو ته لېږلی شي او اورېدنې به یې کيږي.

د پاکستان د کورنو چارو وزارت د ترهګرۍ په ضد د یو نوي قانون جوړولو پرېکړه کړې ده او په دغه لړ کې وزارت د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره دوه جوړ قوانین (تحفظ پاکستان اېکټ او ترهګرۍ په ضد اېکټ) يې په یو قانون کې رایوځای کولو باندې کار پېل کړی دی.

د نوي جوړېدونکې قانون لاندې به د ترهګرۍ مقدمې په راتلونکې وخت کې په مستقل ډول پوځي عدالتونو ته لېږلی شي او اورېدنې به یې کيږي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د کورنو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه څرګندلو په شرط د نوي قانون جوړولو پخلی کړی د کوم لاندې به امنیتي ادارو ته دا واک ترلاسه شي چې د ترهګرۍ په تور نیول شوی تن د تفتیش یا پلټنو دپاره تر درېو میاشتو پورې د ځان سره وساتي.

تحفظ پاکستان اېکټ په کال ۲۰۱۴م کې منظور شوی چې او اوس يې وخت پوره شوی دی، د دې قانون لاندې پوځي امنیتي ادارو ته په ملک کې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو کولو ته قانوني تحفظ ورکړی شوی ؤ .

دغه ډول د ترهګرۍ په ضد جوړ بل ځانګړی قانون (اېنټي ټېرارېزم اېکټ) د کال ۱۹۹۷م نه په ملک کې نافذ دی خو په دې نیوکې کيږي چې دا یو کمزوری قانون دی.

د ترهګرۍ د مقدمو په تُندۍ سره اورېدونو دپاره د جوړو پوځي عدالتونو دپاره ائيني موده د راتلونکي کال د جنورۍ په میاشت کې پای ته رسي.

قانون پوهه لیاقت بنوري وايي دغه نوی قانون هغه وخت موثره ګرځېدی شي چې حکومت يې په جوړولو کې مدني ټولنه او پوهان په اعتماد کې واخلي او نوموړی د قانون په وړاندې کړی شوې مسوده کې د پوځي عدالتونو په ځای ساتلو تجویز هم د ترهګرۍ دمخنيوي دپاره ضروري ګڼي.

(( دا دواړه قانونونه په خصوصي توګه تحفظ پاکستان بل هیڅ اهمیت نه درلود ځکه دوي محسوسه کړه چې نوی قانون جوړ کړي خو پاکستان کې د قانون په جوړولو کې د اولس رایې نه شاملول کيږي پکار ده چې په دې کې د پوهانو نه رای واخستل شي).

په کال ۲۰۱۴م کې پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د ترهګر برید وروستو پارلیمان د پوځي عدالتونو جوړولو دپاره د ۲۱م ائيني بدلون منظوري ورکړې وه، ولې اوس د حکومت اتحادي ډله (جی یو ائي ـ اېف) او مخالفه ګوند پیپلزپارټي د پوځي عدالتونو د مودې غځولو مخالفت کوي.

او د پيپلزپارټۍ سېنیټر فرحت بابر پوځي عدالتونه په خپل مقصد ترلاسه کولو کې ناکامه بللي.

نوموړی وايي ( ائي اېس پي ار به یو ټویټ جاري کړو دا پته به نه وه چې د پهانسۍ په سزاوارو کې څومره تُندلاري شامل دي په دې کې عام کېسونه واچول شو او بنیادي مقصد پوره نه شو، اوس پارلیمان له دې ته په ژور نظر کتل پکار دي).

پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي په اړوند د پرېکړو عملیاتو او سختو قانونو ادعاوې کوي خو دغو ادعاؤ ته په ملکي او بهرني کچ د شک په سترګه کتل کيږي.

او په وروستیو کې د کويټې د روغتون د چاؤدنې پلټنیز کمېشن د ترهګرۍ په ضد د ملي تګ لارې د عملي کولو په ناکامه کېدو کې د کورنو چارو په مرکزي چوهدري نثارعلي خان باندې سختې نیوکې کړي او د چوهدري نثار د لاقانونه ګرځول شوې ډلې د مشر سره لیدنه يې د ملک دپاره بدمرغي ګرځولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG