لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما ټولټاکنو کې دمداخلت له امله په روس بنديزونه لګولي


 ولسمشر براک اوباما دغه ګام دقايمو نړيوالو معيارونو او رويې څخه دسرغړونې کولو په ترڅ کې امريکايي ګټو ته دزيان رسولو په ځواب کې ضروري او مناسب جواب ګرځولى.
ولسمشر براک اوباما دغه ګام دقايمو نړيوالو معيارونو او رويې څخه دسرغړونې کولو په ترڅ کې امريکايي ګټو ته دزيان رسولو په ځواب کې ضروري او مناسب جواب ګرځولى.

دنومبر مياشت کې امريکايي صدارتي ټولټاکنو کې دروس لخوا دشوي مشکوک هيکنګ مداخلت له امله دامريکا ولسمشر براک اوباما دروس په ضد نوي بنديزونه لګولي او پينځه ديرش روسي سفارتکاران يې ملک بدر کړي دي.

ولسمشر براک اوباما دغه ګام دقايمو نړيوالو معيارونو او رويې څخه دسرغړونې کولو په ترڅ کې امريکايي ګټو ته دزيان رسولو په ځواب کې ضروري او مناسب جواب ګرځولى.

امريکايي ولسمشر په نهو ادارو او چارواکو بنديزونه هم لګولي چې پکې دوه روسي استخباراتي شبکې جى ار يو او ايف ايس بي، دجي ار يو څلور افسران او هاغه درې کمپنۍ شامل دي کومو چې جي ار يو ته مرسته ورکړې وه.

دامريکا خارجه محکمې واشنګټن کې موجودې سفارتخانې او سان فرانسسکو کې دروسي قونصليټ پينځه ديرش سفاتکاران ناخوښه ګرځولي او هغوي ته يې په دوه اويا ګينټو کې دننه دهيواد دپريښودو امر کړى دى.

ولسمشر براک اوباما دبنديزونو لګولو داعلان کولو په ترڅ کې ويلي دي " روس چې څه کړي دهغې لپاره ورسره دمحاسبې ترڅنګ ضروري ده چې امريکا، ملګري او ايتلافيان يې په ټوله نړۍ کې په ګډه دقايمو نړيوالو معيارونو او رويې ته دزيان رسولو دروسي هڅو مخالفت وکړي "

دسپينې ماڼۍ يو لوړپوړي چارواکي ويلي دي دزيارت په ورځ اعلان شوي ګامونه دامريکا دځواب خاتمه نه ده، هغه ويلي دي نور به هم داسې ګامونه وي کوم چې به عام کولى نه شي.

دغه چارواکي وويل سپينه ماڼۍ باور کوي چې روس به دنړۍ په نورو هيوادونو کې ټولټاکنو کې دمداخلت هڅه کوي او زياته کړې يې ده داسې باور نه کوي چې ګنې روس به راتلونکي امريکايي ټاکنو کې هم ددغسې مداخلت هڅه نه کوي،راتلونکې امريکايي ټولټاکنې به ٢٠١٨م کې وي ، کومې چې به دټول استازو دايوان او دسينيټ ديو شمير چوکو لپاره ترسره کيږي.

بلخوا دامريکا لخوا دلګول شوو بنديزونو په ځواب کې روس ويلي دي دسايبر حملو په تور دروسي سفارتکارانو په ملک بدر کولو به روس امريکا ته داسې ځواب ورکوي چې ورسره به امريکا ته زيات تکليف رسيږي.

روس امريکايي پريکړه غيرمحتاطه ګرځولې،خو دروسي صدر ولايمير پوتن وياند دا هم ويلي چې روس دامريکا دمنتخب ولسمشر ډونلډټرمپ دچوکۍ سمبالولو پورې انتظار کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG