لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې داوربند په تړون عمل درامد پيل


په دغه تړون کې شامي حکومت اؤ ګڼې ياغي ډلې شاملې دي خو پکې ځينې اسلامي ډلې نه دي شاملې.
په دغه تړون کې شامي حکومت اؤ ګڼې ياغي ډلې شاملې دي خو پکې ځينې اسلامي ډلې نه دي شاملې.

دشام څخه راپورونه وايي دجمعې په نيمه شپه دملي اوربند دپيل کيدو څخه وروستو ددوو ساعتو څخه دکم وخت لپاره دتشدد څخه ډکې نښتې شويدي.

په دغه تړون کې شامي حکومت اؤ ګڼې ياغي ډلې شاملې دي خو پکې ځينې اسلامي ډلې نه دي شاملې.

په برطانيه کې دقايمې سيرين آبزرويټي فار هيومن رايټس ډلې ترمخه په هما ايالت کې په علاقه دقبضې کولو سره داوربند دتړون خلاف ورزي کړې ده.

خو دجيش النصر ياغي ډلې يو وياند محمد رشيد رويټرز خبري ادارې ته ويلي دي دهما ايالت سره نزدې په ادلب ايالت کې په سيمو دبمبارۍ کولو په ترڅ کې حکومتي ځواکونو ددغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.

روس چې د شامي ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او ترکي چې دياغي ډلو ملاتړ کوي، دواړو ويلي هغوي به داوربند ضمانت ورکوي، دغه تړون وروستو له هغې مخې ته راغلى چې ترکي، شام او روس تيره اوونۍ وويل هغوي دشپږ کالونو جګړه کې دسولې تړون ته چمتو دي.

روسي صدر ولاديمير پوتن دزيارت په ورځ داوربند دتړون وړانديز کمزورى ګرځولى خو ويلي يې وو چې دې ته دشامي حکومت او بنيادي وسله وال حزب اختلاف ملاتړ ترلاسه دى.

شام کې په ګڼ شمير کې ډلې جنګيږي او په سمدستي توګه دا نه ده په ډاګه چې کومو ډلو دجګړو په اودرولو اتفاق کړى دى.

دشام مرکزي حزب اختلاف ډلې، شامي ملي ايتلاف، پخلى کړى چې په دغه اوربند به عمل کوي خو ايسوسي ايټډ پريس ته يې ويلي که چرې بريد پرې وشو نو ردعمل به ښايي.

دروس ددفاع دوزارت لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه احرارالشام او جيش الاسلام نومې دوو اسلامي ياغي ډلې هم دغه داوربند تړون کې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG