لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۲۰۱۶م کال کې افغانستان کې ۱۴ خبریالان وژل شوي


په ۲۰۱۶م کال کې افغانستان کې ښځينه خبریالانو ته ورپېښې ستونزې یا د هغوي په وړاندې د تاؤتریخوالي کچه کمه شوې،
په ۲۰۱۶م کال کې افغانستان کې ښځينه خبریالانو ته ورپېښې ستونزې یا د هغوي په وړاندې د تاؤتریخوالي کچه کمه شوې،

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې ادارې (نی) ویلي په کال ۲۰۱۶م کې افغانستان کې ۱۴ خبریالان وژل شوي او دغه کال يې د افغان خبریالانو دپاره خونړی بللی دی.

د ادارې د یوې سروی راپور ترمخه که څه هم په ۲۰۱۶م کال کې افغانستان کې ښځينه خبریالانو ته ورپېښې ستونزې یا د هغوي په وړاندې د تاؤتریخوالي کچه کمه شوې، ولې بیا هم د افغان خبریالانو په وړاندې په پوره کال کې د تاؤتریخوالي ۴۱۵ پېښې رپورټ شوي دي.

د نی ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر ویلي، په کال ۲۰۱۶م کال کې ۱۴ افغان خبریالان وژل شوي، ۲۳ ژوبل شوي او ۴۳ باندې تشدد شوی دی.

د خلوتګر په وینا په دغه کال کې ۳۳۸ خبریالانو ته د وژل کېدو ګواښونه هم شوي دي.

نی ویلي چې په ۲۰۱۶م کال کې د افغان خبریالانو په اړه شوې سروی کې نزدې د ۲۸۰ ښځينه خبریالانو سره هم مرکې شوي او د هغوي په وړاندې په دفترو یا دفترو نه بهر د تاؤ تریخوالي په اړه پوښتنې شوي دي.

د اداې مشر عبدالمجیب خلوتګر ویلي ۸۳.۲ فیصده ښځینه خبریالانو ورته ویلي چې د تاؤتریخوالي سره مخ شوي دي، نوموړي د کال ۲۰۱۵م هغه شمېره نه ده ویلې چې ښځو سره د تاؤتریخوالي څومره پېښې ثبت شوي ولې ویلي يې دي چې سږ دغه کچه راټيټه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG