لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا لخوا په اووه کمپنیو بندېز ته د پاکستان غبرګون


اسلام اباد خپل وسله وال ځواکونه د نزدې، منځنۍ او اوږدې فاصلې پورې ویشتونکو میزایلو نه سمبال کړي کوم چې د دودیزو او ايټمي وسلو وړلو توان لري.
اسلام اباد خپل وسله وال ځواکونه د نزدې، منځنۍ او اوږدې فاصلې پورې ویشتونکو میزایلو نه سمبال کړي کوم چې د دودیزو او ايټمي وسلو وړلو توان لري.

د امریکا حکومت د پاکستان د میزایل پروګرام سره د تړاؤ لرلو په سر په شپږو دولتي، غېردولتي او شخصي ادارو یا کمپنیو باندې بندېزونه لګولي دي.

پاکستان ویلي امریکا ورسره د دفاع سره تړاؤ لرونکو ځینو کمپنیو باندې د بندېزونو لګولو څخه وړاندې د دوي د ناسم چلند په اړه کوم ثبوتونه نه دي شریک کړي، ولې بیا هم ویل شوي چې د واشنګټن سره به د ټولو اندېښنو په وړاندې په ګډه کار وکړي.

د امریکې د سوداګرۍ وزارت د دسمبر د میاشتې په ۱۵م نېټه یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ځينو حقایقو په اساس په دې خبره یقین کول جواز لري چې د پاکستان دغه دولتي، غېر دولتي او شخصي ادارې په هغو هلوځلو کې ککړې دي کومې چې د امریکا د ملي امنیت او باندنۍ پالیسۍ په ضد دي.

د دغو کمپنیو په اړه ویل کيږي چې د پاکستان د میزایل د پرمختیا د پروګرام سره اړیکې لري ولې پاکستاني چارواکي د دې خبرې اعتراف نه کوي. د امریکا حکومت هغه جزئیات نه هم دي خپاره کړي چې دغو کمپنیو کوم ډول سرغړونه کړې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا د خالي په ورځ وایس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي حکومت یې د بندېزونو څخه خبر دی.

هغه ویلي (د دې دا مطلب شو چې د دغو ادارود ټیکنالوجۍ هر ډول انتقال کولو ته د امریکا د صادرونکو لائسنس ته اړتیا لري)، هغه زیاته کړې چې پاکستاني چارواکي په دغه اړه پوره معلومات کوي چې د بندېزونو په فهرست کې د شاملولو په شا کومه خبره.

ذکریا د بندېزونو دغه وخت ته خېرانونکی ویلي، او زیاته کړې یې ده پاکستان د پوهانو په کچ خبرو او په دغه اړوند ضمانت ورکولو ته تیار دی.

هغه ویلي (دا به زمونږ د ټولنیزو او اقتصادي پرمختګ د هلوځلو دپاره د امریکا نه په قانوني توګه د لوړې ټیکنالوجۍ راغوښتو په لړ کې د کوم د خنډ په لار کې مرستندویه وګرځي).

پاکستاني چارواکي په دې خبره ټینګار کوي چې میزايل پروګرام یې په بشپړډول ځایي دی او امریکايي بندېزونه به پرې لږې اغېزې ولري.

د پروژې سره اړونده یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي ( د دې مطلب دا زمونږ دپاره نه دي).

چارواکي زیاته کړې دغه کار سیاسي مقاصد لري او موخه يې د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ د انتظاميې سره د پاکستان اړیکې د ستونزو سره مخ کول دي.

اسلام اباد خپل وسله وال ځواکونه د نزدې، منځنۍ او اوږدې فاصلې پورې ویشتونکو میزایلو نه سمبال کړي کوم چې د دودیزو او ايټمي وسلو وړلو توان لري.

دغه پروګرام د پاکستان د اېټمي وسلو په خوندیتوب د واشنګټن اندېښنې راپورته کړې ولې اسلام اباد دغه ډول خبرې ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG