لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځي عدالتونو وخت به نور ونه غځول شي، چوهدري نثار


د پوځي عدالتونو په اړوند د چوهدري نثار په حواله په سرکاري کچ کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.
د پوځي عدالتونو په اړوند د چوهدري نثار په حواله په سرکاري کچ کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزیر چوهدري نثارعلي خان د جمعې په ورځ ویلي حکومت داسې کوم پلان نه لري چې د پوځي عدالتونو وخت به نور وغځول شي، په شپږمه جنورۍ د جمعې په ورځ د پوځي عدالتونو دوه کاله موده سرته رسېدلې ده.

ځایي رسنیو د چوهدري نثار علي خان له قوله ویلي (د ترهګرۍ کېسونه به د ترهګرۍ په ضد جوړو عدالتونو ته لېږلی شي او زیاته کړې یې د پوځي عدالتونو د مودې غځولو پلان نه لري)). ولې په دغه اړوند کوم سرکاري بیان مخې ته نه دی راغلی.

پېښور کې د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه آرمي پبلک سکول باندې د ترهګر برید( چې پکې نزدې ۱۵۰ کسان وژل شوي او زیاتره يې د سکول ماشومان ؤ) وروستو د ۲۱م ائيني بدلون لاندې پوځي اېکټ کې بدلون شوی او په ۶م فرورۍ کال ۲۰۱۵م پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي وو.

د پارلیمان دواړو اېوانونو په متفقه توګه د پوځي عدالتونو په حق کې رایې ورکړې که څه هم ځینو غړو پرې اندېښنې لرلې.

ځينې راپورونه د سرچینو لخوا وایي چې حکومت په دغه اړوند کار کوي چې دا مسوده نوې کړي ولې د وزیراعظم د بشري حقونو خصوصي مرستیال بېرسټر ظفرالله خان رسنیو ته ویلي (داخله وزارت په خپله په دې کار کوي مونږ سره د دې کوم مالومات نشته).

پوځي عدالتونو د کال ۲۰۱۵م د فرورۍ په میاشت کې کار پېل کړی او ټول ۲۷۵ کېسونه ورته لېږل شوي وو، په دوه کاله موده کې په دغو کېسونو کې د پوځي عدالتونو لخوا ۱۶۱ ترهګرو ته د تېزندۍ سزاګانې اورول شوي او ۱۱۶ته د بندي کېدو سزاګانې ورکړی شوي چې زیاتره يې د عُمر قېد بند دی، او تراوسه پورې یواځې ۱۲ سزاوار تېزندي کړی شوي دي.

د پوځي عدالتونو جوړېدو په ضد ستره محکمه کې خواست هم شوی ؤ ولې عدالت دغه خواست رد کړی ؤ.

وروستو د پوځي عدالتونو فېصلې په ستره محکمه کې چېلنج شوې او ویل شوي چې د سزاوارو کورنۍ د اورېدنې څخه نه دي خبر کړی شوي او نه ورته د دفاع موقع ورکړی شوې ده او په فېصلو يې د سوتره والي نیوکې کړې وې.

ولې د پوځي عدالتونو نه سزاوار شوؤ په اړوند پوځي بیانونو کې ویل شوي چې دغو کسانو د عدالت په وړاندې خپل جرمونه منلي دي.

د پوځي عدالتونو لخوا د القاعده، تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، توحیدالجهاد ډلې، جېش محمد، حرکت الجهادي اسلامي، لشکرجهنګوي، لشکرجهنګوي العالمي، لشکر اسلام او سپاه صحابه غړو ته د ترهګرۍ په کېسونو کې د تېزندۍ سزاګانې اورول شوي دي.

پوځي عدالتونو کې چې د کومو مهمو کېسونو اورېدنه شوې په هغو کې د پېښور آرمي پبلک سکول، کراچۍ کې په صفورا چورنګۍ کې شیعه اسماعلیانو باندې برید، فعالې سبین محمود وژنه، بنو جېل باندې برید، ناګا پربت کې د بهرملکیانو وژنې، اورکزۍ ایجنسۍ کې پوځي هیلي کاپټرباندې برید، پېښور کې په پي ائي ای الوتکه ډزې، د کراچۍ په هوايي ډګر د برید ترڅنګ د ترهګرۍ سره اړونده او امنیتي ادارو باندې د بریدونو مقدمې شامل دي.

پاکستان کې د پوځي عدالتونو په جوړېدو قانون پوهانو او د بشري حقونو د ډلو له لوري نيوکې شوې وې ،او د بشري حقونو ډلو ويلي وو پاکستان کې د وړاندې نه دترهه ګرۍ د مخنيوي عدالتونه موجود دي او پوځي عدالتونو جوړولو ته ضرورت نشته خو د پاکستان حکومت ویلي ؤ چې هيواد يې د غېرمعمولي حالاتو سره مخ دى ځکه د مخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو پورته کولو ته اړتيا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG