لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ښځو د تُندلارو په ضد وسلې راخستي


دا هغه افغانې مېرمنې دي چې د تُندلارو په ضد يې وسلې راپورته کړي دي.
دا هغه افغانې مېرمنې دي چې د تُندلارو په ضد يې وسلې راپورته کړي دي.

د افغانستان په شمال کې پرتې صوبې جوزجان کې د ۱۵۰ ښځو یوې ډلې د طالبانو او داعش په ضد جګړه کې په خپله وسلې راپورته کړي دي.

په دغو ښځو کې چې ځینې د بدامنۍ او تشدد د پېښو سره مخ ضلعو قوش تپه او درزاب سره تعلق لري، دوي ویلي چې طالبانو او داعش يې د کورنو سړي وژلي دي.

مملکت نومې ښځه چې د قوش تپه ضلعې سره تعلق لري وايي،

((دوي زما د درې زامن وژلي اوخوراکی توکي/ د ژوندي پاتې کېدو سامانونه یې راله سوځولي دي، ځکه اوس مونږ د داعش سره جګړې دپاره راوتي یُو)).

افغانو مېرمنو ویلي دوي په ضلع کې د سړو سره یو ځای جګړې کولو ته تیارې دي او زیاته کړې يې ده د وسله والو زور زیاتي نور نه شي زغملی.

نفیسه د درزاب ضلعې سره تعلق لري ويلي يې دي،

((وسله والو ورله ورور، خور او خوریی وژلي دي ځکه يي وسله راواخسته، او دوي د داعش په ضد جګړه کې د افغان حکومت مرستو ته اړتیا لري)).

د ځايي پولیسو یو مشر حفیظ کاشي ویلي، دوي د دغو ښځو د مرستو او دوي ته د وسلو ورکولو هڅه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG