لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۹۴ شکمنو دیني مدرسو تړلو څخه د پاکستان د حکومت انکار


 ناچله فرقه ایزې ډلې سره د کورنو چارو د وزیر په لیدنه سینیټ څخه واک اوټ هم شوی
ناچله فرقه ایزې ډلې سره د کورنو چارو د وزیر په لیدنه سینیټ څخه واک اوټ هم شوی

د پاکستان مرکزي حکومت د سندهـ د ایالتي حکومت د هغې غوښتنې منلو څخه انکار کړی چې دمرکزي حکومت څخه یې غوښتي وؤ په شکمنو فعالیتونو کې ککړې ۹۴ دیني مدرسې دې ناچله وګرځول شي.
د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر چوهدري نثارعلي خان په دغه اړه میډیا سره خبرو کې وئیلي د سندهـ حکومت ورته د یو خط د لارې ۹۴ دیني مدرسې په ګوته کړي اؤ وئیلي یې دي چې په دغو مدرسو د غیرقانوني سرګرمیو شک لري ځکه نو باید ناچله وګرځول شي.
خو چوهدري نثار وایي د سندهـ د حکومت دغه غوښتنه هسې خندنۍ ده ځکه چې دیني مدرسې به څوک څنګه ناچله ګرځوي؟.
چوهدري نثار وایي د سندهـ حکومت چې ورته کومې مدرسې په ګوته کړي دي هغې کې ځینې په نورو صوبو کې هم دي که چرې ایالتي حکومت ته دغه دیني مدرسې په غیرقانوني فعالیتونو کې ککړې ښکاري نو پخپله دې ددې په ضد ګامونه واخلي
دا په داسې حال کې ده چې د شورو په ورځ د پاکستان په سینیټ کې هم یو شمیر ګوندونو مرکزي وزیر ترهګرو ډلو سره په مرسته تورن کړی اؤ په پنجاب کې یې دیوغیرقانوني ګرځول شوي تنظیم مشرانو سره د چوهدري نثار په لیدنه د احتجاج په توګه د سینیټ د غونډې څخه واک اوټ کړی دی.
دسیاسي ګوندونو غړو دغه واک اوټ وروستو له هغې کړی چې دکورنیو چارو وزیر د ناچله ګرځول شوې فرقه ایزي ډلې مشرانو سره د خپلې لیدنې د سپیناوي کولو په غرض سینیټ ته وویل دناچله فرقه ييزو ډلو موازنه دناچله ترهه ګرو ډلو سره باید ونه کړل شي
ايوان څخه دواک اؤټ کوونکې ډلې مشر سناتور طاهر حسين مشهدي ويلي دي دناچله ډلې مشر، چې ورته چايى هم پیش شوي دي ، هغه دتشدد د پيښو ذمه وار دى.
ميډيا سره خبرو کې سناتور طاهر مشهدي ويلي دکورنو چارو دوزير بيان له دې امله حيرانونکى دى چې زياتره فرقه ييزې ډلې زياتې خطرناکې دي او دطالبانو څخه هم زياتې ناترسه دي.
هغه په حکومت تشدد کې داضافې تور لګولى او په ډاګه کړې يې ده چې فرييزې ډلې هم ترهه ګرې دي.

دپاکستان پوځ او حکومت دريځ لري چې ټول هيواد کې دترهه ګرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي او دښو او دبدو ترهه ګرو تګلاره يې اوس پرېښې ده.
خو دپاکستان ګاونډي هيوادونه افغانستان ،هند او امريکا بيا ګيله لري چې پاکستان يواځې دهاغو ترهه ګريزو ډلو په ضد ګامونه اخلي کوم چې يې خپل امنيت ته ګواښ راولاړوي خو پخپله خاوره دموجودې افغان حکومت دمخالفه حقاني شبکې او هندي حکومت دمخالفه لشکرجهنګوي په ګډون نه يواځې دا چې دګامونو اخستو څخه ډډه کوي بلکې ددغو ډلو پالنه هم کوي
په ډاګه دې وي چې تيره مياشت دپاکستان دپنجاب صوبې جهنګ سيمې څخه دصوبايي اسمبلۍ په يوه چوکۍ دناچله ډلې سپاه صحابه دباني مولانا حق نواز جهنګوي ځوې مولانا مسرور جهنګوي په انتخاباتو کې بريالى شويدى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG