لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا اسمبلۍ ښځینه غړې قانون سازۍ کې فعاله رول ته چمتو کولی شي


ښځو ته به د خپلو حقونو دخوندي کولو دپاره قوانین پخپله د اسمبلۍ څخه جوړول وي
ښځو ته به د خپلو حقونو دخوندي کولو دپاره قوانین پخپله د اسمبلۍ څخه جوړول وي

ټاکل شوې ده د سوئټزر لینډ حکومت د پاکستان د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ د ښځینه غړو د کار د صلاحیتونو سیوا کولو دپاره پینځلس میلیونه روپۍ مرسته کوي.
ددغه مرستې مقصد د اسمبلۍ ښځینه غړې د روستو پاتې طبقې یعنې زنانه ؤ اؤ ماشومانو اؤ نورو بې وسه ډلو د پاره د قانون سازۍ عمل کې د اسمبلۍ ښځینه غړو ته د رغنده کردار دپاره لاره هوارول دي.
د سوئټزر لیند د پرمختیایي ادارې چارواکې سټیفني بري وایي"دا مرسته به په اسمبلۍ کې ویمن کاکس ته ورکولی شي" اؤ ویمن کاکس مشره معراج همایون وایي چې اوس هم د اسمبلۍ ښځینه غړې په جوړیدونکو قوانینو کې خپله برخه د ناپوهۍ په وجه نه شي اچولی.
هغه وایي کله چې مونږ لمړی اسمبلۍ ته راغلو نو هیڅ راته معلومه نه وه چې خپل کردار به څنګه لوبوؤ اؤ نه هم راته دا ادراک ؤ چې د ښځو دپاره باید کومه قانون سازي وشي ؟
معراج همایون وویل مونږ ویاړو چې په موجوده دور کې د اسمبلۍ څخه تر یو نیم سلو پورې قوانین جوړ شوي دي خو که تاسو وګورئ نو په هغې به د ښځو دپاره یو فیصد قوانین هم نه وي ځکه چې ښځې پخپله پوهیدې نه اؤ سړي
د ښځو دپاره قوانینو جوړیدو کې هډو خوښي نه لري.
تیرکال د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته ۲۵ قراردادونه وړاندې کړل شوي وؤ چې هغې کې ښځو یوازې درې قراردادونه راوړي وؤ.
په دغو دریو قراردادونو کې یو قرارداد کې نرښځیانو ته د ووټ اچولو اؤ سرشمیرنه کې د هغوئ د شاملولو غوښتنه، اؤ په بل قرارداد کې په عامو ټولټاکنو کې ښځو ته د ۱۰ فیصده ټکټونو د ورکولو غوښتنه شوې وه.
په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د زنانه ؤ اؤ ماشومانو د حقونو په اړوند دوه قوانین د تیرو څو کالو راهسې د سخت دریځه ډلو اؤ ګوندونو د غبرګون د اندیښنو له امله لا ځوړند پراته دي.
د ښځو د حقونو دپاره په مبارزه بوخته د مدنې ټولنې یوه فعاله ثناء اعجاز وایي ښځو ته به د خپلو حقونو دخوندي کولو دپاره قوانین پخپله د اسمبلۍ څخه جوړول وي نو هله به د ښځو حقوق خوندي کیږي.
هغه وایي "تاسو څه فکر کوئ که د کورني تشدد په اړوند قانون جوړ شي نو بیا به په کورونو کې ښځې سوزول کیږي یا به ترې اندامونه غوڅولی شي ، بلکې هیڅکله نا "
ثناء اعجاز وویل اوس پکار ده چې د ښځو د حقونو خوندي کیدو دپاره بلونه اؤ قوانین د اسمبلۍ څخه پاس کړی شي اؤ په دې کې دې پخپله د اسمبلۍ دښځینه غړو مهم رول شامل وي.
خو د صوبایي اسمبلۍ غړې معراج همایون وایي چې د اسمبلۍ ویمن کاکس اوس د کورني تشدد د مخنیوي مسوده پخپله جوړوي اؤ په دې کې یې دعلماؤ سره هم لیدنې پیل کړي دي.
هغه وایي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG