لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ائي ای نومول شوي مشر روس سره د څرګنده اړیکو ساتلو ژمنه کړې


مائیک پومپيو  ویلي ( زه تاسو سره ژمنه کوم چې هره ورځ به واکمنو ته رښتیا وایم).
مائیک پومپيو  ویلي ( زه تاسو سره ژمنه کوم چې هره ورځ به واکمنو ته رښتیا وایم).

د امریکا منتخب صدر ډونلډ ټرمپ لخوا د مرکزي استخباراتي ادارې (سي ائي ای) د مشرۍ دپاره نومول شوي مشر روس سره د څرګنده اړیکو ساتلو ژمنه کړې ده او زیاته کړې يې ده چې د تشدد د تاکتیکونو بیا کارولو د سپينې ماڼۍ کوم امر به عملي نه کړي.

د کېنسس سره تعلق لرونکي د ريپبلکن ګوند د کانګرس غړي مائیک پومپيو د زیارت په ورځ د سېنیټ د استخباراتي کمېټۍ د اورنې په وخت ویلي ( زه تاسو سره ژمنه کوم چې هره ورځ به واکمنو ته رښتیا وایم).

پومپیو د امریکا د استخباراتو د هغه څيړنې سره موافق دی چې پکې ویل شوي روس تېر کال د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې لاس وهنه کړې وه په کوم کې چې ډونلډ ټرمپ ګټه ترلاسه کړې، پومپیو دغه رپورټ (سم) بللی دی.

هغه ویلي (د يوې اوږدې مودې نه روسیان دغه هڅه کوي، دا یوه داسې معامله ده چې امریکا ته به ورله سنجیده کېدل وي، او دا داسې ګواښ دی چې مونږ اغېزمن کولی شي).

هغه زیاته کړې (ماته په دې کې هيڅ شک نشته چې په امریکا کې روان بحث یوه داسې معامله ده کومې ته په کتو چې به د روس صدر ولادی میرپوټن دا اووايي (دا څه خبره ده) دا خو زما د ژوند مقصد دی چې د امریکا په سیاست کې د شک تخم وکرل شي).

د کېليفورنیا سره تعلق لرونکي د ډیموکريټک ګوند سېنېټر ډيان فائنسټائن دې پله پام راګرځولی چې په صدارتي کمپاين کې ټرمپ د تفتیش په وخت د مشکوک ترهګر نه د معلوماتو ترلاسه کولو دپاره د اضافي طریقې کارولو خبره کړې وه.

څو کاله وړاندې پومپیو په خپله په صدر باراک اوباما نیوکه کړې چې د تشدد روایات ختمول يې سم کار نه ؤ کړی، ولې د زیارت په ورځ پومپیو ژمنه کړې چې په دغه لړ کې به هغه په موجوده تګ لاره عمل کوي.

فائنسټائن پوښتنه کړې چې (که چرته صدر درته امر وکړي چې سي ائي ای دې بیا د تفتیش اضافي طریقه خپله کړې کومه چې د پوځ د ساحوي لارښود سره یو شان والی نه لري، ایا ته به يې عملي کوې؟

پومپیو ځواب ورکړی، (نه باالکل نه) هغه وویل (زه سوچ هم نه شم کولی چې منتخب صدر، یا د هغه وخت صدر داسې کوم امر کولی شي، زه به تل په قانون عمل کوم).

ایران سره د جوهري تړون د مخالفت کولو په اړوند د فائنسټائن د تپوس په ځواب کې پومپیو د تړون په تفصیل خبره ونه کړه، ولې ژمنه يې وکړه چې ایران سره د ژمنې عملې کېدل به د نزدې نه ګوري.

د ډیموکريټک ګوند د اورېګن سره تعلق لرونکي یو بل غړي رون وائډن د نومول شوي مشر نه پوښتنه کړې چې ملکي استخباراتي ادارې د یو عام امریکايي دومره پراخه معلومات ولې رایوځای کوي. وائډن تپوس کړی چې (ستا په خیال د دې کوم حد شته، او د دې دومره ضرورت ولې دی؟

پومپیو ویلي چې قانوني پولې د وړاندې نه جوړې دي او زیاته کړې يې ده د ضروري معلوماتو ترلاسه کولو په حق کې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG