لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنګو د نشتوالي له امله د فاټا د اصلاحاتو ځنډېدو اندېښنه، راپور


د فاټا په اصلاحاتو سېنېټ او قامي اسمبلۍ کې بحث ترسره شوی او مرکزي کابېنې ته د منظورۍ دپاره سفارشات لېږل شوي دي.
د فاټا په اصلاحاتو سېنېټ او قامي اسمبلۍ کې بحث ترسره شوی او مرکزي کابېنې ته د منظورۍ دپاره سفارشات لېږل شوي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه ویل کيږي دغه پرېکړه به ډېر وشي ولې ځینې راپورونه وايي د سیمې اصلاحات په اېن اېف سي اېوارډ کې د برخې نه ورکولو له امله د ځنډ ښکار کېدی شي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپل یو راپور کې لیکلي چې د مرکزي حکومت او صوبو ترمنځ د قبایلي سیمو (فاټا) لپاره د فنډ رايوځای کولو په سر د دغه سیمې د اصلاحاتو عمل د ځنډ ښکار کېدی شي.

د ورځپاڼې د راپور ترمخه د فاټا د پرمختیا او خېبرپښتونخوا کې د شاملولو د تیارۍ دپاره به د څلورو واړو صوبو نه د (اېن اېف سي اېوارډ) کې دوه فیصده برخه اخستلی شي او د دې نه به د کال ۶۰ اربه روپۍ جوړيږي، خو راپور کې زیاته کړی شوې ده چې ځینې صوبې په دغه برخه ورکولو رضا نه دي.

د ډان خبریال اسماعیل خان چې دغه خبر يې ورکړی وايي مرکزي حکومت په اېن اېف سي اېوارډ کې د صوبو نه د څلور فیصده اخستو تجویز وړاندې کړی چې پکې به دوه فیصده فاټا او یو، یو فیصد ازاد کشمير او ګلګت بلتستان ته ورکولی شي.

((د صوبو دا دریز دی چې فاټا مرکز سره تړاؤ لري او باید چې مرکزي حکومت غوښتل شوې دوه فیصده، درې یا څلور فیصده پېسې د خپل فنډ نه ورکړي، بعضي خلک دا وايي چې خېبرپښتونخوا له پکار ده چې راوړاندې شي او د نورو صوبو په رضا کولو کې رول ولوبوي،ځکه چې راتلونکې کې فاټا خېبرپښتونخوا کې شامليږي نو پنګې دې هم پکې واچوي او نورو صوبو سره دې هم جرګې مرکې شروع کړي)).

نوموړی وايي بلوچستان او پنجاب صوبه دغسې کولو ته تیارې دي ولې سندهـ او خېبرپښتونخوا دې ته غاړه نه ږدي.

بل لور ته د خېبر ایجنسۍ نه د پارلیمان غړی شاه جي ګل وايي هغه خوشبینه دی چې د مرکزي کابینې په راتلونکې غونډه کې به د اصلاحاتو په اړوند سفارشات منظور کړی شي او زیاتوي خېبرپښتونخوا صوبه به ورسره د اېن اېف سي اېوارډ نه د برخې ورکول هم ومني.

((د فاټا په درې فیصده برخه باندې چې تر څومره ماته مالومات دي په هغې باندې صوبې صلاح شوي دي خو د ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان د برخې غوښتو په وجه زمونږ (فاټا) خبره هم د مشترکه مفادات کونسل د راتلونکې غونډې پورې وځنډول شوه، او زمونږ په خبره کې به څه قسمه ستونزه نه راپېښيږي)).

څیړونکي وايي قبایلي اولس د وړاندې نه د اېف سی ار قانون د لاندې د بنیادي انساني حقونو نه محرومه ساتل شوي او که د فاټا په اړوند اصلاحات د ځنډ ښکار کيږي نو دا به د سیمې د خلکو محرومۍ نورې هم سېوا کړي، اوکه د کابینې په راتلونکې غونډه کې اصلاحات منظور نه کړی شو نو حکومت د اولسي فشار سره مخ کېدی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG