دامريکا ولسمشر براک اوباما دامريکايي پوځ ديوې پخوانۍ استخباراتي څيړنکارې چيلسي ميننګ دبند سزا راکمه کړې ده،هغې دراز ونو په ډاګه کوونکې ويب پاڼې ويکي ليکس ته په زرګونو پوځي اسناد ورکړي وو.
ميننګ ته په کال ٢٠١٣م کې د٣٥ کالونو سزا ورکړى شوې وه،هغه به اوس دمئ په مياشت کې خوشې کړى شي.
اوباما د٢٠٩و بنديانو دبند سزا کې کمى راوستى چې پکې ميننګ هم شامل ده، ددې ترڅنګ هغه د٦٤و بنديانو دبخښنې اعلان په داسې حال کې کړى چې دصدارت موده يې ختميدو ته نزدې ده،نورو بنديانو کې زياتره هاغه کسان شامل دي چې دعدم تشددد مخدره موادو جرمونو په اړه يې سزا تيروله.
دسپينې ماڼۍ کونسل نيل ايګليسټن دنهې په ورځ ويلي " دې ٢٧٣و کسانو زده کړې چې زمونږ قام يو بخښونکى قام دى،چرته چې محنت او دبيابحالۍ ژمنه دوهمه موقع ورکوي،او چرته چې دتيروخت تيروتنې يو تن ددې څخه نه محروموي چې هغه دې مخ په وړاندې لاړ شي"
چيلسي ميننګ وړاندې دبريډلي ميننګ په اړه پيژندل کيدو، کله چې هغې دامريکايي پوځ داوؤ لکو څخه زيات کلاسيفايډ اسناد ويکي ليکس ته ورکړي وو، دغو اسنادو کې دافغانستان او عراق څخه دجګړې دميدان راپورونه او دخارجه محکمې دستاويزات شامل وؤ.
استغاثې په ډاګه کړې چې دميننګ دعملونو له امله دزرګونو امريکايي سړو او زنانه پوځيانو ژوند په خطرې کې اچول کيدى شو.
خو ددفاع وکيلان بيا دريځ لري په دغو معلوماتو کې زياتره دهاغه چا لپاره بې ګټې وي چې غواړي امريکايي ګټو ته زيان ورسوي او زياتوي هغې دپوځ په اړه رښتيا مخې ته راوړل غوښتل.
ميننګ ددغو اسنادو دليک کولو اعتراف کړى او ويلي يې دي ددغسې کولو يو علت يې دخپلې پيژندګلو په اړه لانجه هم وه.
دسزا ترلاسه کيدو څخه وروستو هغه ځان ښځه اعلان کړى،خپل نوم يې دبريډلي څخه چيلسي ايښودى او ويلي يې دي دجنس دبدلون دسرجرۍ پلان لري.