د پاکستان پنجاب صوبې په قصور سیمه کې د یو تن په ضد د صحابه ؤ د سپکاوي په تور مقدمه درج کړی شوې ده. په دغه تن تور لګوونکي وروستو د خپلې خبرې نه په شا شوي ولې پولیس دغه تن بیا هم نیولی دی.
دغه پېښه د قصور په پتوکي نومي تحصیل کې رامنځته شوي او په یو ۲۰ کلن هلک چې درزي دی، باندې تور لګوونکو ویلي د دوي ترمنځ د جګړې په وخت درزي د صحابه ؤ سپکاوی کړی دی. که څه هم تور لګوونکي وروستو د خپلې خبرې نه په شا شوي ولې پولیس دغه کس نیولی او مقدمه يې پرې درج کړې ده.
پنجاب کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د مقدمو خبرونه مخې ته راځي اودغه تورونه نه یواځې په لږکیو بلکې په مسلمانانو باندې هم درج کولی شي.
پاکستان کې د مذهب د سپکاوي سزا مرګ دی خو تراوسه کوم عدالت په دغه تور څوک نه دي تېزندي کړي.
ولې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور د سخت دریزو لخوا ۶۵ کسان وژل شوي دي.
څه موده وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل په یو راپور کې د پاکستان د حکومت نه غوښتي چې د مذهب د سپکاوي په قانون کې اصلاحات وکړي، سازمان پاکستان کې دغه قانون حساسه معامله ګرځولې او ویلي يې ؤ دا د نړیوال قانون سره سمون نه خوري.
اېمنسټي انټرنیشنل ویلي ؤ په دې قانون کې داسې اصلاحات پکار دي چې پولیس او عدالت پکې د فشار څخه ازاد کړی شي.
د پاکستان برني اېوان سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشره نسرین جلیل وايي د کمېټۍ ټول غړي يې په دې خبره صلاح دي چې د مذهب د سپکاوي قانون کې دې اصلاحات وشي.
"مونږ غواړو چې قانون دې موجود وي خو داسې اصلاحات دې پکې وشي چې څوک يې د شخصي دښمنو دپاره ونه کاروي او که څوک په دغه اړوند غلط تور لګوي باید دغه کس ته هم سزا مېلاؤ شي".
بل لور ته د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار دوه ورځې وړاندې ویلي د مذهب د سپکاوي قانون کې به هیڅ بدلون نه کيږي.
د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر په کال ۲۰۱۱م د هغه مخافظ وروستو له هغې وژلی چې ګورنر د مذهب په تور نیول شوې اسیه بي بي سره ليدلي وو.
راپورونه یواځې په کال ۲۰۱۵م کې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د ۲۰۰ نه زیاتې مقدمې درج شوې وې، پاکستان کې زیاتره ویل کيږي چې دغه قانون خلک د خپلو شخصي ګټو دپاره کاروي.