لاس رسیدونکی لینک

 
امریکايي هوايي ځواکونو په جنوبي افغانستان کې طالبان په هدف کړي
تازه خبر

امریکايي هوايي ځواکونو په جنوبي افغانستان کې طالبان په هدف کړي


امریکا اعلان کړی دی چې د روان کال په اخره کې هلمند د ۳۰۰ عسکرو یوه ډله وروليږي چې دغه ښار د طالبانو نه وساتي.
امریکا اعلان کړی دی چې د روان کال په اخره کې هلمند د ۳۰۰ عسکرو یوه ډله وروليږي چې دغه ښار د طالبانو نه وساتي.

امریکايي ځواکونو د نهې په ورځ ویلي د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته يې د هېواد د جګړو سره مخ جنوبي صوبې هلمند په مرکزي ضلع کې د طالبانو په قوي مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د ګل د ورځې د سهاره راسې په سنګین ولسوالۍ (ضلع) کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې وې او وسله والو د نورو بریدونه هڅې کولې.

د امریکايي پوځ ویاند وایس اف امریکا ته د نهې په ورځ ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سنګين او چاپېره علاقو کې يې اندازً لس بریدونه ترسره کړي دي.

ویاند په لیکلي بیان کې د نورو معلوماتو ورکولو پرته ویلي ( په دغو بریدونو کې د طالبانو د جګړو ځایونه په هدف شوي دي، او مونږ به د سنګین د طالبانو په ساتلو کې د خپلو افغان همکارانو ملاتړ کوو).

افغان اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د نهې په ورځ د هلمند مرکز لشکرګاه ته ورغلی چې د امنیتي ځواکونو جاج واخلي.

د سرکاري بیان ترمخه عبدالله امنیتي ځواکونو ته هدایات ورکړي چې د پسرلي په موسم کې د جګړې تودېدو نه وړاندې د هلمند څخه وسله وال په شا کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د ګل په ورځ ویلي، جنګیالو يې لږترلږه ۲۵ دولتي پوستې نیولي او د ۱۰۰ نه زیات پولیس او عسکر يې وژلي دي.

سیمه ییز پوځي مشر جنرال ولي محمد وایس اف امریکا ته ویلي وسله وال د عامو خلکو د کورنو څخه ټنلونه (سورنګونه) کیندي او د هغې د لارې بریدونه کوي.

د هلمند زیاتره برخه د طالبانو په لاس کې ده، حکومت یواځې مرکز لشکرګاه او د چاپېره څو ضلعو مرکزونه په لاس کې لري.

امریکا اعلان کړی دی چې د روان کال په اخره کې هلمند د ۳۰۰ عسکرو یوه ډله وروليږي چې دغه ښار د طالبانو نه وساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG