لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهلمند والي ډاډمن دى امريکايي عسکر به دطالبانو مخنيوي کې مرسته وکړي


نوى ګمارل شوى والي حيات الله حيات ډاډه دى چې سږکال دجګړې موسم کې به افغان ځواکونه دامريکايي ميرينز په مرستې سره دجګړې ميدان کې غالب راشي.
نوى ګمارل شوى والي حيات الله حيات ډاډه دى چې سږکال دجګړې موسم کې به افغان ځواکونه دامريکايي ميرينز په مرستې سره دجګړې ميدان کې غالب راشي.

امريکا دخواوشا ٣٠٠و عسکرو يوه ډله چمتو کوي، کومه چې به دافغانستان په جنوبي هلمند ولايت کې سږکال دسپرلي موسم کې افغان ځواکونو سره طالبانو څخه دهاغو ګڼو ولسواليو بيرته اخستو کې مرسته کوي کومې چې تيرکال دطالبانو لاسونو ته پريوتې وې، دغه امريکايي عسکر به دولايتي سرښار لشکرګاه په دفاع کې هم مرسته کوي، لشکرګاه نور هيواد ته غزيدلې يوه دروازه ګڼلى شي.

په اوسنو مياشتو کې دغه ښار دطالبانو دپرله پسې بريدونو لاندې راغلى خو افغان ځواکونه دلشکرګاه ښار دطالبانو لاسونو ته پريوتو څخه دمخنيوي جوګه پاتې شويدي.

هلمند، چې دافغانستان ترټولو لويې دکوکنارو دکښت ولايت دى او پکې په ټول ٢٠١٦م کال کې نښتې ليدل شوي، ددغه ولايت په ځينو برخو او په ځانګړې توګه ديوې مرکزي ولسوالۍ سنګين څخه ګيرچاپيره نښتې روانې دي، دشورو په ورځ دطالبانو لخوا داغل شوي ميزايلونه دلشکرګاه په مرکز کې پريوتي چې پکې يو ولسي وګړى وژل شوى او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

خو نوى ګمارل شوى والي حيات الله حيات ډاډه دى چې سږکال دجګړې موسم کې به افغان ځواکونه دامريکايي ميرينز په مرستې سره دجګړې ميدان کې غالب راشي.

دلشکرګاه څخه دټيليفون له لارې هغه دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته ويلي " مونږ هيله لرو چې مونږ به علاقه وغزوؤ او مونږ به هاغو خلکو پورې ورسيږو چې په اصل کې دطالبانو تر ولکې لاندې دي او هغوي يې دانساني ډهالونو په توګه کاروي" هغه ويلي " انشاء الله مونږ به دخپلې ازادۍ او امن دهغوي تر ځايې پورې دغزولو جوګه شو"

حيات الله هلمند کې دامريکايي عسکرو دګمارلو دپلان هرکلى کړى او په دې خبره ټينګار کوي چې دهغوي کردار به صلاح مشورې ورکولو، څارنې او دافغان ځواکونو تربيې پورې محدود وي.

حيات وويل " زمونږ کسانو ته دتربيې او صلاح مشورې دکردار لپاره داضافي صلاح کارانو او عسکرو راليږل غوره دي ځکه چې مونږ خپلو عسکرو ته دودې، دهغوي پوهې، دهغوي تربيې او دخپلو امنيتي ځواکونو په سازوسامان سمبالولو ته اړتيا لرو، نو زه فکر کووم دا يو لويې ګام دى او زه ډير باوري يم چې په ګډه سره به مونږ په دې غيرخوندي وضعيت کې نور(ډير څه) ترلاسه کړو"

دافغانستان دبيارغونې په اړه دڅارامريکايي ادارې روانه اوونۍ کې پخپل راپور کې ويلي چې دهلمند په ١٤و کې اته ولسوالۍ دتندلارو ترواک يا اثرورسوخ لاندې دي.

والي حيات وايي په تيرو دوو کالونو کې افغان ځواکونو دجګړې دميدان کافي تجربه ترلاسه کړې او په هلمند او دافغانستان په نورو برخو کې دګرمۍ دموسم په راتلونکې ممکنه جګړه کې دطالبانو دمقابلې لپاره په غوره توګه چمتو دي.

خو حيات په طالبانو غږ کړى چې دخبرو اترو له لارې دجګړې دهواري په خاطر دې تشدد پريږدي.

" دهغوي(طالبانو) لپاره دروازې پرانستې دي زما په فکر يواځينۍ لار دا ده چې مونږ ته بحث کول پکار دي او مونږ ته دمذاکراتو ميز ته راتلل پکار دي، دا يواځينۍ لار ده کومه چې مونږ ديو خوشحاله هيواد او يو باثابته وضعيت په لوري بوتللى شي"

هلمند دافغانستان په ټولو ٣٤و ولايتونو کې ترټولو لويې ولايت دى او دپاکستان او ايران سره ګډې پولې لري، افغان چارواکي په دغو دواړو ګاونډيانو خپل هيواد کې دمداخلت او دطالبانو دمرستې تور لګوي.

والي حيات په پاکستان او ايران غږ کړى چې افغانستان سره د شخړې دخاتمې په غرض دې په تندلارو خپل اثرورسوخ وکاروي، وړاندې له دې چې دا دهغوي علاقې هم پخپله غيږه کې واخلي.

هغه وويل " خوښ به وي چې په دې خلکو( پاکستان او ايران) غږ وکړي چې که چرې هغوي سوله خوښوي، نو افغانان هم ددې مستحق دي، نو زما په فکر( ددواړو هيوادونو لپاره) يواځينۍ لار دا ده چې(افغان حکومت سره) خبرو اترو لپاره په طالبانو او نورو تندلارو خپل اثرورسوخ وکاروي "

حيات دا خبره رد کړه چې ګنې طالب مشران او کمانډران په ګاونډي هيواد پاکستان کې دخپلو ځالو څخه هلمند ته ورستانه شويدي.

افغان والي دعوه وکړه " زمونږ داستخباراتي معلوماتو او پلټنيزو ثبتونو په اساس ، زه فکر کووم هغوي(طالبان) دلته خوندي ځايې نه لري "

پاکستان او ايران افغانستان کې دتندروه تشدد دملاتړ کولو تورونه ردوي او وايي هغوي په جګړه دبوختو خواو ترمينځ دسولې او جوړجاړي دعمل ودې لپاره ټولې ممکنه هلې ځلې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG