لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته زرګونه قبائیل فاټا صوبه کې د شاملولو دپاره ورټول شوي


په دغه جرګه کې په بینرونو د ګو ایف سي ار ګو اؤ په یو هیواد کې دوه قانونه ولې ؟ په څیر شعارونه لیکل شوي وؤ
په دغه جرګه کې په بینرونو د ګو ایف سي ار ګو اؤ په یو هیواد کې دوه قانونه ولې ؟ په څیر شعارونه لیکل شوي وؤ

دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د حقوق کنونشن د سیوري لاندې راغونډ شوؤ په په زرګونوقبائیلي وګړو اؤ د هغوئ منتخبو پارلیماني غړو د مرکزي حکومت څخه په قبائیلي سیمو کې زر ترزره دسیاسي اؤ ائیني اصلاحاتو دمعرفي کولواؤ دفاټا خیبر پښتتونخوا کې د شاملولو غوښتنې کړي دي.
دوئ دړکه کړې چې که چرې حکومت په دغو اقداماتو کې د لم لیټ نه کار واخستو نو د قبائیلو ترڅنګ به یې نقصان پاکستان ته رسي.


د حقوق قبائیل کنونشن په نوم دغه جرګه د قبائیلي سیمو د پارلیماني استازو له لوري راجوړه کړی شوې وه چې پکې دقبائیلي سیمې پارلیماني غړو، عامو وګړو، سیاسي فعالینو، وکیلانو ، ډاکټرانو اؤ محصلینو د زرګونو په شمیر کې ګډون درلودو.
په دغه جرګه کې په بینرونو د ګو ایف سي ار ګو اؤ په یو هیواد کې دوه قانونه ولې ؟ په څیر شعارونه لیکل شوي وؤ
په کنونشن کې برخه لرونکي د باجوړ څخه د قومي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وویل باید حکومت اوس په قبائیلي سیمو کې اصلاحات معرفي کړي ځکه چې نور په قبائیلي سیمو کې د امن پځایې ساتل د پولټیکل ایجیټ یا ملک صیب د وس خبره نه ده
هغه وویل اوس به باقاعده قانون راځي اؤ چې قانون راځي نو پکار ده چې دا تاریخي برخه ده ، د هرې قبائیلي سیمې خوله د بندوستي سیمې یا ضلعې سره لګیدلې ده ،مونږ هره یوه ایجنسي د خیبر پښتونخوا د یو ډویژن برخه یو ځکه نو د قبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې ورګډول کومه ګرانه خبره نه ده ، دا به وړاندې هم د خیبر پښتونخوا نه کنټرول کیده اوس هم د هلته نه کنټرول کیږي، زمونږ هسپتالونه خیبر پښتونخوا کې دي ، تعلیمي بورډونه هم هلته دي، ضروریات مو هلته نه پوره کیږي نو پکار ده چې اوس کابینه پریکړه وکړي اؤ قبائیلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې ورګډې کړي


هغه وویل د فاټا د اصلاحاتي کمیټۍ راپور د قبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو دمخالفینو په مخ یوه سپیړه ده اؤ کله چې پارلیمان کې هم په دغه هکله خبره کیده نو دوئ سره هیڅ دلیل نه ؤ .
میا لعل بادشاه چې دمهمند ایجنسۍ سره تعلق لري اؤ د پښتونخوا اولسي تحریک غړی دی کنونشن ته په وینا کې وویل چې اوس قبائیلي اولس رابیدار شوی دی اؤد خپلو ائیني حقونو پرته بل څه ورته قبول نه دي،
هغه وویل قبائیلي اولس نور تنګ شوي دي اؤ یو هیواد کې دوه قانونونه ورته په هیڅ حال کې د منلو نه دي .
نوموړي زیاته کړه چې که د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډؤلو پریکړه کې نور لم لیټ وکړی شو نو دا به قبائیلو دپاره هم نقصاني وي خو پآکستانته به هم ډیر زیات نقصان ورسوي.
د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکې دفاټا سټوډنټس ارګنائریشن د ښځو د څانګې مشره ثمینه خان وزیر ګیله کوي چې د اصلاحاتو په عملي کې قبائیلي میرمنې د پامه غوځول شوي دي اؤ اوس پرې د ایف سي ار پځایې رواج ایکټ ورتپي چې دا چې دا به قبائیلي میرمنې لا نورې په تیارو کې ورډوبې کړي.
هغې ډیوه راډیو سره خبرو کې پوښتنه وکړه چې ددغه رواج مقصد څه دی ځکه چې زمونږ په رواج کې خو ښځه په سوره کې هم ورکړی کیږي، خرڅیږي هم اؤ زوړ سړي ته ورپه نکاح کولی هم شي
هغې وویل تر اوسه یوه قبائیلي میرمن هم چا جرګې ته نه ده پریښې اؤ نه هم تراوسه جرګه کې چا د ښځو د حقونو خبره کړې ده نو چې دا ظالمانه رواجونه هرکله قانوني بڼه خپلوي دې سره خو به ښځه نوره هم په تیارو کې ډوبه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG