لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه وروستو داعش پاکستان کې هم د کارروائیو دړکه کړې


داعش پاکستان کې
داعش پاکستان کې

خود سره اسلامي ډلې داعش د افغانستان څخه وروستو اوس پاکستان کې هم د عملياتو کولو دړکه کړې ده اؤ وایي دپاکستان قبايیلي سیمو کې به شیعه مسلمانان په نخښه کوي.

د سیمې نه وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویل شوي دپاکستان قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې تیره ورځ د سخت دریځه اؤ خپلسره دولت اسلامیه یا داعش لخوا پملټونه (خطونه) ویشل شوي دي چې پکې د افغانستان وروستو په پاکستان کې د کاروائیو دړکه ورکړل شوي ده.

په پښتو ژبه لیکل شوؤ دغو پمفلټونو کې ويل شوي " مونږ په افغانستان کې خپل هدفونه ترلاسه کړي او اوس دپاکستان په قبايلي سيمو کې دشيعه مرتدانو سره مخ کيدو ته چمتو يو"

په په دوؤ پاڼو کښل شوؤ دغو پملټونو کې د پاکستان په قبايلي او دخېبرپښتونخوا شيعه اکثيرتي سیمو کې د شیعه مسلمانانو د په نخښه کولو کولو شوی۔

د کرم ايجنسۍ پوليټکل انتظاميې د داعش له لوري د ویشل شوؤ دغو پمفلټونو پخلی کړی او ويلي یې دي چې لا هم ددغو خطونو اصلیت نه دی معلوم شوی.

پولټیکل چارواکو ډیوه راډیو ته ویلي ددغو پملټونو په اړه یې نورې پلټنې روان دي۔

د سیمې د شیعه طوري قبیلې سره تړلي یو ځايي مشر فقير حسين ډيوه ريډيو ته ويلي د خطونو خپريدو وروستو عام اولس کې ويره ترهه خوره شوې ده

" ځايي خلک ډير ويريدلې دي ، حکومت دې د دې خلکو امنيت يقيني کړي"

په کومو سیمو کې چې دغه ویشل شوي هغه شيعه اکثريتي علاقې دي او په تيرو وختونو کې پکې فرقه ايزې نښتې هم رامخې ته شوي دي۔

دا مهال منځني ختیز تر څنګ خپلسره دولت اسلامیه په افغانستان کې زیاته فعاله ده اؤ دمیډیا راپورونو له مخې د پاکستان سره په پوله پرتو د افغانستان یو شمیر سیمو کې بشپړ کنټرول لري.

دې نه وړاندې هم د پاکستان بيله بيلو برخو کې د داعش کاروايانې مخې ته راغلي دي .

زیاتره وخت چې په پاکستان کې د بمونو کومې چاودونې او یا هدفي وژنې شوي نو پړه یې داعش پخپله غاړه اخستې خو په پاکستان کې حکومتي چارواکي وايي چې د داعش دغه موجودګي د نشت برابر ده۔

په طوري قبيلې اوس اوس يو ځانمرګي بريد هم شوى و چې ذمه واري دپاکستاني طالبانو څخه بيلې شوې هاغه ډلې قبوله کړې وه چې داطلاعاتو ترمخه دداعش ملاتړ کوي،

په میډیا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې داعش کرمه ايجنسۍ کې دخپلو پښو دمضبوطولو هڅه کوي او پخپلو حلقو کې مقامي خلک بهرتي کوي.

دپاکستان حکومت وايي دهاغو کسانو په ضد به ګامونه اخلي چې دغه پمفلټونه يې ويشلي دي.

دواکمن مسلم ليګ(ن) ګوند قانون ساز طاهر اقبال امريکا غږ ته ويلي " که چرې داعش په کرمه ايجنسۍ او دخېبرپښتونخوا په نورو سيمو کې پمفلټونه ويشلي نو حکومت به سخت ګامونه اخلي،

هغه وويل " حکومت به هاغه څوک نه پريږدي چې دکرکې دموادو يا پمفلټونو په خپرولو کې ککړ وي"

څیړونکي وايي دپاکستان په قبايلي سيمو کې دپوځي عملياتو سره تر يو حده دتندلاريتوب مخه نيول شوې خو دترهه ګرو خوندي ځالې او هاغه خواخوږي اوس هم موجود دي چې دمنصوبو جوړولو اؤ بريدونو ترسره کولو توان لري.

په اسلام اباد کې بنياد لرونکې دتګلارې دمطالعو ادارې سره تړلي دامنيتي چارو پوهه نظير مهمند امريکا غږ ته ويلي " په موجوده وضعيت کې دډلې دخوريدو مخه نيول تقريباً ناممکن دي" هغه ويلي " که په افغانستان کې سوله وي نو دغسې ډلې په اسانۍ سره له مينځه وړل کيدى شي"

ددسمبر په مياشت کې دپاکستان، چين او روسيې چارواکو ماسکو کې يوه غونډه کړې وه، هغوي ويلي وو چې په دغه غونډه کې يې افغانستان کې دداعش دتندلارو څخه دهغوي پولو ته دڅيلمه مخ په زياتيدونکي ګواښ په اړه خبرې اترې کړې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG