لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمند ایجنسۍ کې پوځ سره نښته کې اته جنګیالي وژل شوي


جماعت الاحرار ددغه برید پړه په غاړه اخستې اؤ وایي په برید کې یې پاکستاني پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده
جماعت الاحرار ددغه برید پړه په غاړه اخستې اؤ وایي په برید کې یې پاکستاني پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده

دپاکستان امنیتي ځواکونو دعوه کړې چې دجمعې په شپه یې افغانستان سره لګیدلې د مهمند ایجسنۍ په ولئ چیک پوسټ د ترهګرو یوه حمله په شا تمبولې اؤ ۸ ترهګر یې وژلي دي.

د تندروه طالبانو یوې ډلې جماعت الاحرار ددغه برید پړه په غاړه اخستې اؤ وایي په برید کې یې پاکستاني پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

په مهمند ایجنسۍ کې دپاکستاني پوځ دغه پوسته د تندلارو لخوا په داسې حال کې په نخښه کړل شوې چې د پاکستان پوځ دعوې کوي د ضرب عضب عملیاتو له لارې یې د ترهګرو ملا ماته کړې ده .

د سیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ويلي دي د جمعې اؤ خالي په منیځ شپه کې یو شمیر وسله والو د مهمند ایجنسۍ بائیزي تحصیل کې په پولئ امنیتي پوسته د سپکو اؤ درنو وسلو سره برید وکړو چې پوځ دغه برید په شا وتمبولو .

امنیتي چارواکو دعوه کړې چې پاکستاني پوځیانو په برید کوونکو ترهګرو د توپو ډزې کړې اؤ د هغوئ څخه یې اته جنګیالي وژلي دي.

پولئ چیک پوسټ د افغانستان د پولې سره بیخي نزدې موقعیت لري اؤ دپاکستان امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې په دغه پوسته د برید دپاره جنګیالي د افغانستان څخه را اوښتي وؤ چې پوځ ورته خوله ماتی ځواب ویلی دی.

د تندروه طالبانو یوې ډلې جماعت الاحرار لخوا د خالي په ورځ میډیا ته په لیږل شوي یو ایمیل کې دعوه شوې ده چې په دغه برید کې یې پوځ ته هم مرګ ژوبله اړولې ده .

دغه جنګیالۍ ډله وایي د دواړو خواؤ تر مینځ شوې نښته کې د هغوئ درې ملګري وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل دي.

په پولئ چیک پوسټ له دې وړاندې هم د تندلارو لخوا ګڼ شمیر بریدونه شوي چې پکې پاکستاني پوځیانو اؤ جنګیالو ته د مرګ ژوبلې اوښتو دعوې شوي دي.

د پاکستان پوځ دوه کاله مخکې د تندروه جنګیالو په ضد په قبائیلي سیمو کې وروستو له د ضرب عضب په نامه په پراخه پیمانه عملیات پیل کړل چې پیښور کې په ارمي پبلک سکول یو ترهګریز برید کې خواوشا د ۱۵۰ څخه زیات ماشومان ووژل شول.

اوسمهال د پاکستان پوځ دعوې کوي چې ددغو عملیاتو په نتیجه کې یې د تندلارو ملا ماته کړې خو ځینې ترهګر چې ژوندي په تیښته بریالي شوي نو هغوئ افغانستان ته اوښتي دي اؤ هلته نه د پاکستان په ضد کاروایۍ کوي.

خو دافغانستان حکومت بیا دریځ لري چې د پاکستان دغه پوځي عملیات د نمائشي بڼې دي اؤ اوس هم دپاکستان د ایجنسو لخوا د تندروه طالبانو ډله حقاني نیټ ورک افغانستان کې د ګډوډۍ د دوام دپاره پالل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG