د پاکستان په قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې د ملېشې ځواکونو په یو ګاډي بمي چاؤدنه کې څلور عسکر ژوبل شوي دي.
د باجوړ ایجنسۍ وړ ماموند تحصیل پولیټیکل تحصیدالدار سازمحمد ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي نن اتوار په ورځ د ملېشې ځواکونه د ایجنسۍ د مرکز خار نه شمال پله پرته ډمه ډوله علاقه کې په ګزمه بوخت ؤ او د ریموټ کنټرول د لارې پرې د سړک غاړې ښخ بارودی موادو چاؤدنه شوې ده.
پېښه کې ژوبل سرتیري د خار مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
د چاؤدنې وروستو په سیمه کې کرفیو لګول شوې او د تحصیلدار په وینا علاقه کې د لټون عملیات پېل کړی شوي او نوموړي د ۱۰ مشکوکو تنانو دنیولو دعوه هم کړې ده.
د چاؤدنې زمه واري لا چا نه ده منلې خو په سیمه کې د دغه ډول زیاتره بریدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان یا داعش ډله قبلوي.
د باجوړ ډمه ډوله د افغانستان سره نزدې په ۳۰ کلومیټره لرې علاقه باندې پرته سیمه ده.
د باجوړ ایجنسۍ په ډمه ډوله علاقه کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې د جمعې په شپه د باجوړ سره په پوله پرته مهمند ایجنسۍ کې پاکستاني ځواکونو د ترهګرو د برید په شا تمبولو او نښته کې د اته ؤ ترهګرو د وژلو ادعا کړې وه.
د طالبانو جماعت الاحرار ډلې د دغه برید زمه واري منلې او ویلي يې ؤ په برید کې يې پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړلې وه.
د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستان پوځ په کال ۲۰۰۸م او کال ۲۰۱۰م کې د وسله والو جنګیالو په ضد عملیات کړي او د عملیاتو په ترڅ کې د سیمې نه کډه شوؤ خلکو ته يې په کال ۲۰۱۱م کې بیرته د راتلو ویلي ؤ چې سیمه د وسله والو څخه پاکه کړی شوې او امن پکې پرځای کړی شوی دی.
ولې په سیمه کې وخت په وخت په دغه ډول بریدونو کې امنیتي ځواکونه او د وسله والو په ضد د امن لښکر غړي او مشران په هدف کيږي.
د سیمې خلک وايي د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکي ادعا کوي په سیمه کې یې د تُندروه وسله والو ملاته کړې نو بیا څنګه دغلته دا پېښې رامنځته کیږي.
د پاکستان پوځ دعوه کوي چې په پوله پرتو علاقو کې دغه ډول برید کوونکي د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري راوړي، ولې افغانستان وايي چې خپله خاوره د پاکستان په ضد کارېدو ته نه پرېږدي.
افغانستان د اوږدې مودې راهسې تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې ته پناه ورکړې او دغه ډله په افغانستان کې ترهګري کوي، ولې پاکستان هم دغه تورونه ردوي.