لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم، چمن په سرحدي لارو تړلو دسیاسي اؤ مدني فعالانو سخت غبرګون


ښاغلي خټک پوښتنه کړې چې ایا افغانستان د پاکستان دنیشنل ایکشن پلان( دترهګرۍ په ضد ملي تګلارې) ته خنډ شوي ؟
ښاغلي خټک پوښتنه کړې چې ایا افغانستان د پاکستان دنیشنل ایکشن پلان( دترهګرۍ په ضد ملي تګلارې) ته خنډ شوي ؟

دپاکستان لخوا افغانستان سره دپولې په تړلو د دواړو هیوادونو دسیاسي اؤ مدني فعالینو لخوا سخت غبرګون رامینځته شوی اؤ دپاکستان دغه ګام یې بې ځایه بللی دی.

څیړونکي وایي عجیبه خبره داده چې چاودنه د پاکستان په سندهـ ایالت کې وشوه اؤ زور یې له افغانستان ویستل کیږي.

فعالینو په دې عمل نیوکه کړې چې د دواړو هیوادونو د پښتنو ترمینځ پرته کرښه خو پاکستاني چارواکو ډیره زر وتړله خو د هند سره لګیدلې پوله واهګه باندې هم هاغه رقم د خلکو ترمینځ تګ راتګ روان دی.

د پاکستان پښتون قام پرست سیاسي افراسیاب خټک پخپل یو ټویټ کې لیکلي “ولې د سیهون د برید غصه زر کیلو میټره لرې په پروت افغانستان سړوئ”

هغه وايي د پاکستان لخوا د تورخم لاره تړل دپاکستان کمزورې پالیسي په ډاګه کوي.

ښاغلي خټک پوښتنه کړې چې ایا افغانستان د پاکستان دنیشنل ایکشن پلان( دترهګرۍ په ضد ملي تګلارې) ته خنډ شوي ؟

په پاکستان کې د تیرو پنیځوؤ ورځو په مهال د شوؤ شپږو بمي چاودنو اؤ ځان وژونکو بریدونو نه وروستو تیره ورځ دپاکستان حکومت د افغانستان سره خپلې سرحدي لارې تړلي دي.

ښاغلي افراسیاب خټک وایي دپاکستان اؤ افغانستان ترمنیځ د اوختو رااوختو په لس لارې دي ، د تورخم د لارې تړلو سره به د ترهګرۍ مخه ونه نیول شي خو د دواړو هیوادونو ترمینځ تاؤ تریخوالی به ورسره نور هم سیوا شي.

123
123

بلخوا د افغانستان خبري ادارې پژواک د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل له خولې لیکلي چې په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه تیکنیکي دي.

ښاغلی نبیل وایي ددغسې بریدونو دلارې پاکستان غواړي د امریکا نوې انتظامیې ته ځان د ترهګرۍ قرباني وښايي.

رحمت الله نبیل دغه بریدونه د پاکستان داستخباراتو لخوا د نیابټي جګړو دپاره د جوړو شوؤ ډلو لشکر طیبه ، لشکر جنهګوي اؤ جیش محمد کار بولي.

هغه وایي پاکستان کې د کیدونکو دغو بریدونو اؤ په افغانستان یې د تورونو پورې کولو موخه داده چې وښایي د ترهګرو ځالې په افغانستان کې دي اؤ پآکستان یې قرباني دي هغه وایي دغه بریدونه په داسې مهال ترسره کیږي چې امریکا دپاکستان په هکله په نوې پالیسۍ غور کوي.

د بسم الله اڅکزي په نوم د سوشل میډیا یو فعال بیا په ټویټر اردو ژبه کې لیکلي چې چاودنه په سیهون کې وشوه ، وتړل شوې د تورخم اؤ چمن لارې خو هغه پوښته کوي چې د واهګه لاره ؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG