په پاکستان کې د افغان کډوالو چيف کمشنر ډاکټر عمران زېب وايي هغه راپورونه ردوي چې د سېهون د پېښې وروستو په هېواد کې په ځانګړي ډول افغانان نيول شوي او زورول شوي دي.
وایس اف امریکا ډیوه ریډیوه سره په خبرو کې عمران زېب وویل "دا کرېک ډاؤن یا نيول چې دي دا د افغانانو نه دي دا په یو ځای کې چې پولیس ته او استخباراتي ادارو ته اطلاعات وي هلته هغوي ځي نو په هغې کې پاکستانی دی که افغانی دی که څوک هم وي خو چې مشکوک وي هغه سړی رانيسي".
د پاکستان سرکاري رېډیو نن په خپل راپور کې د پاکستاني چارواکو د خلې ویلي چې یواځې د اتوار په ورځ د هېواد په بېلابیلو سیمو کې ۳۸۸ کسان نيول شوي او په دوي کې زیاتره افغانان دي.
د رېډيو پاکستان ترمخه دغه خلک په اسلام اباد، پېنډۍ، مردان، صوابۍ، باجوړ، پېښور، نوښار، هري پور، حافظ اباد او سیالکوټ کې نيول شوي دي.
خو په پېښور کې افغان کمشنر بیا وايي چې دوي د افغاني وګړو د وروستۍ لړۍ په حقله حکومت سره په تماس کې دي.
"هغه شکايات مونږ ته د پي او ار کارډ هولډر د طرفه راځي چې هغه ته چا لاس اچولی دی په هغې حوالې سره په پنجاب کې هم ورسره کمشنر په رابطې کی دی دلته هم مونږ د حکومت سره په رابطه کې يُو او مونږ ته يې اطمينان راکړی دی چې کوم سړی شناخت لري او پاکستان حکومت سره رجسټرډ وي هغه ته نه څوک لاس اچوي البته چې کوم سړی شناخت نه لري او ډاکومېنټډ نه دی هغه حکومت پاکستان د ده د شناخت په حوالې سره مطمئن نه دی نو دا د دې ملک قانون دی چې کوم سړی شناخت نه لري که هغه پاکستانی وي او که غېر پاکستانی د هغه د شناخت په حوالې سره به حکومت خپل اطمنان کوي".
په پاکستاني مطوباتو کې د سېهون د برېد وروستو په هېواد کې دننه د افغان کډوالو د نيولو راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې دوي وړاندې هم په هېواد کې د ترهګريز بریدونو په ترڅ کې د پاکستاني چارواکو لخوا د زورولو ګيلې کړې وې.
او په وروستیو کې د بشري حقونو د څار نړېوالې ادارې (هيومن رائټس واچ) په خپل راپور کې د کډوالو په اړوند د پاکستان حکومت او د کډوالو نړيواله اداره يو اېن اېچ سي ار تورنه کړې وه.
ولې د پاکستان د سرحداتو د محکمې سيکرټري ارباب شهزاد وايي دغه راپور رښتيا نه ؤ.
"د هغې جواب خو په سرکاري توګه د بهرنو چارو وزات هم کړی دی او زمونږ هم هاغه پوزيشن دی چې دوي کوم رپورټ شائع کړی دی هغه په حقيقت باندې مبني نه دی هغه یوه اېن جي او ده هغوي به د مهاجرو دپاره وکالت کوي خو هغه يواېن اېچ سي ار هم رد کړی دی او افغان حکومت هم رد کړی دی او مونږ هم وايو چې هغه خبرې غلطې دي".
د پاکستان حکومت په هېواد کې د ترهګرۍ په وروستۍ لړۍ کې د افغانستان په خاوره مېشتو جنګيالانو لاس ويني چې ورسره د دواړو هېوادونو اړيکې ترېنګلې شوي دي او پاکستان په سمدستي توګه پاکستان سره خپلې پولې تړلې دي او راپورونه وايي د هغې اغېزې هم په کډوالو شوي دي.