په پاکستان کې د ترهګرۍ د وروستیو پیښو له امله د پنجاب ایالت په لاهور ښارکې د پاکستان سپرلیګ د فائنل میچ په اړه نه خو نړیوال لوبغاړي یوه خوله شوي اؤ نه هم دپاکستان حکومت تر دې مهاله په دغه هکله کومې غوڅې پریکړې ته رسیدلی دی.
ټاکل شوې وه چې د پي ایس ایل د دوهم سیزن فائنل میچ به په پینځم مارچ د پنجاب ایالت د سر ښار لاهور په قذافي سټیډیم کې کیږي .
د پي ایس ایل د میچونو په مهال پاکستاني چارواکو دعوه کړې وه چې ددغه فائنل دپاره یې کلک امنیتي ګامونه اخستي خو په لاهور کې د تیرو لسو ورځو په مهال ترسره شوؤ دوؤ چاؤدنو په قذافي سټیډیم کې د فائنل میچ په خطر کې اچولی دی.
د پنجاب صوبې د قانون وزیر رانا ثناء الله د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي نن به د پنجاب حکومت په یوه غونډه کې غوڅه پریکړه وکړي چې د پي ایس ایل فائنل میچ به لاهور کې کیږي اؤ که نا؟خو پاکستان سپر لیګ کې لوبیدونکو یو شمیر بهرنو لوبغاړو په لاهور کې کیدونکي فائنل میچ کې د برخې اخستو څخه انکار کړی .
کومو لوبغاړو چې لاهور کې د لوبیدلو څخه انکار کړی په هغوئ کې تر ټولو ستر نومونه د کراچۍ کنګز د کپتان کمار سنګاکارا اؤ کرس ګیل مخې ته راغلي دي.
هرڅو که د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې ددغو ترهګریزو پيښو باوجود به هم د پاکستان سپرلیګ د دوهم سیزن فائنل میچ په لاهور کې کیږي خو راپورونه وایي چې یو شمیر بهرني لوبغاړي په داسې حالاتوکې لاهور کې لوبې کولو ته تیار نه دي.
دوه ورځې د مخه د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان میډیا ته ویلي وؤ د پی ایس ایل فائنل به لاهور کې کیږي اؤ په دې لړ کې ورته د حکومت ، رینجرز، استخباراتي ادارو اؤ لوبغاړو مرسته حاصله ده .
په پاکستان د نړیوال کرکټ دروازې په کال ۲۰۰۹م کې وروستو له هغې تړل شوي چې په لاهور کې د سریلنکا د کرکټ د لوبغاړو په ګاډي یو ترهګریز برید وشو.
له دې وړاندې په کال ۲۰۰۲م کې هم په کراچۍ کې د هاغه هوټل مخې ته برید شوی ؤ چې د نیوزي لینډ د لوبډلې لوبغاړو پکې استوګنه لرله.
ددغه برید له امله بهرني لوبغاړي پاکستان کې د لوبې کولو نه ویریدلي وؤ خولاهور کې د سریلنکا په لوبغاړو ترسره شوي برید د بهرنیو لوبغاړو ویرې زیاتې قوي کړي اؤ بیا په پاکستان کې بهرنيو ټیمونو لوبې کولو ته زړه نه ښه کولو.
پاکستان که هر څو بیا پخپلو سختو هلو څلو په کال ۲۰۱۵ کې د زمبابوی لوبډله پخپل هیواد کې لوبې کولو ته اماده کړه خو د نړیوال کرکټ پشپړه واپسي یې تر دې مهاله خپل هیواد ته نه ده راګرځولې