لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سرشمېرنې عمل پېل شو


​​د چارواکو په وينا د وړومبۍ پړاؤ په وړومبو درېو ورځو کې به د کورونو شمېرنه کيږي او درې ورځې پس به بيا د سرشمېرنې د فارمونو ډکولو په کار لاس پېل کيږي،
​​د چارواکو په وينا د وړومبۍ پړاؤ په وړومبو درېو ورځو کې به د کورونو شمېرنه کيږي او درې ورځې پس به بيا د سرشمېرنې د فارمونو ډکولو په کار لاس پېل کيږي،

د سرکاري ميډيا ترمخه پاکستان کې د شمارياتو د ادارې مشر آصف باجوه په اټک ضلع کې د سرشمېرنې د عمل پرانسته کړې او په خلکو يې غږ کړی چې د کور شمېرنې او سرشمېرنې په عمل کې پوره پوره برخه واخلي.

پاکستان کې ۱۹ کاله وروستو کېدونکې سرشمېرنې وړومبۍ مرحله چې نن په ۱۵م مارچ پېل شوه تر ۲۵ اپرېل پورې به روانه وي، د وړومبۍ مرحلې دا عمل به د خېبرپښتونخوا په ۱۳ ضلعو، او رکزۍ ايجنسۍ، د بلوچستان ۱۵ ضلعو، د پنجاب ۱۶، سندهـ اته، ازادکشمير او ګلګت بلتستان په پینځه پينځه ضلعو کې ترسره کيږي.

د چارواکو په وينا د وړومبۍ پړاؤ په وړومبو درېو ورځو کې به د کورونو شمېرنه کيږي او درې ورځې پس به بيا د سرشمېرنې د فارمونو ډکولو په کار لاس پېل کيږي، او بيا به د پوره کورنۍ د تفصيل اندراج کولی شي.

د چارواکو په وينا په وړومبي سر کې به د سرشمېرنې دپاره په کورونو ګرځېدونکې عمله د کورنۍ د مشر د نوم او شناختي کارډ نمبر اندراج کوي، او که شناختي کارډ کور نه وي نو چې داسې کوم اسناد ورته ښکاره کړی شي چې د هغه پېژندګلو ترې کيږي.

خلکو ته د سرشمېرنې په عمل کې د هر ډول معلوماتو ترلاسه کولو د رابطې کولو دپاره ۵۷۵۷۵۴-۰۸۰۰ شمېره هم ورکړی شوې ده.

د پوهانو په وينا د سرشمیرنې د لارې په هېواد کې د ابادۍ کچه معلومیږي او هم د دې ابادۍ په بنیاد بیا د قامي وسایلو وېش کیږي نو ځکه پکار ده چې هرڅوک په دې عمل کې پوره برخه واخلي او د خپلې کورنیو د غړو کره شمېره درج کړي.

د مالي او اقتصادي وسیلو د وېش سره سره د صوبايي، قامي او ضلعي حکومتونو دپاره حلقه بندۍ او د نمایندګۍ انتظام هم د ابادۍ په لحاظ کیږي چې بنیاد يي سر شمیرنه وي.

د چارواکو په وينا د څه قسمه معلوماتو پټولو يا غلط بيانۍ په صورت کې به ۵۰زره روپۍ جرمانه او شپږمياشتې بند سزا ورکول کېدی شي.

پاکستان کې په وړومبي ځل نرښځيان هم په سر شمېرنه کې شمارل کيږي.

د آئين ترمخه په ملک کې هر لس کاله وروستو د سرشمېرنې عمل ضروري دی، ولې په ملک کې په وروستي ځل سرشمېرنه په ۱۹۹۸م کې شوې وه.

د تازه سرشمېرنې امر هم سترې محکمې کړی ؤ.

پاکستان کې په وړومبي ځل شمېرنه په ۱۹۵۱م کې شوې وه، دويمه په ۱۹۶۱م، درېمه په ۱۹۷۲م، څلورمه ۱۹۸۱م او پينځمه ۱۹۹۸م کې شوې وه، او شپږمه تازه اوس پېل شوه.

د چارواکو په وينا د سرشمېرنې په عمل کې دوه لاکه پوځي سرتيري د امنيت په موخه په ډيوټۍ لګول شوي او د عملې سره کور په کور ګرځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG