لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا د نوي طاقتوره راکټ اينجن تجربه کړې


يوه ورځ وړاندې ټېلرسن په دې خبره زور راوړی ؤ چې د شمالي کوريا لخوا د جوهري خطرې په تناظر کې د دې د مخې نيولو دپاره د نوې تګ لارې جوړولو ضرورت دی.
يوه ورځ وړاندې ټېلرسن په دې خبره زور راوړی ؤ چې د شمالي کوريا لخوا د جوهري خطرې په تناظر کې د دې د مخې نيولو دپاره د نوې تګ لارې جوړولو ضرورت دی.

د شمالي کوريا دولتي خبري ادارې ويلي د اتوار/یکشنبې په ورځ شمالي کوريا د يو نوي طاقتور اينجن تجربه کړې ده.

د "کي سي اېن ای" د خبر ترمخه د شمالي کوريا مشر کم جونګ اُن ويلي چې دا تجربه کاميابه وه هغه په دې " زور راوړی چې دنيا به ډېر زر دا غټه کاميابي وويني کومه چې نن مونږ حاصله کړه".

دا تجربه د چين د پولې سره نزدې د اونګچانګ ري په تاسيساتو باندې سحر د نمرراختو په وخت شوې چرته چې کم جونګ اُن هم د دې د ليدو دپاره موجود وو.

د سرکاري خبري ادارې ترمخه کم د دې تجربې د جاج اخستو دپاره په تیاره کړی شوې اوچته پوسته باندې موجود ؤ او د تجربې د پېل کولو امر يې وکړو.

شمالي کوريا په دغه ځای باندې تېر کال د فرورۍ په مياشت کې د بېن البراعظمي بېلسټک ميزائيل ټيکنالوجۍ تجربه هم کړې وه.

د سرکاري خبري ادارې ترمخه کم ويلي چې " دا هائي = تهرسټ اينجن سيټلائټ هوا ته د لېږلو دپاره د نړيوال معيار د سائنس او ټېکنالوجۍ بنياد دی".

هغه دا اشاره هم ورکړې چې دا اينجن د اوږدې فاصلې پورې لرې ويشتونکي ميزايل دپاره هم کارېدی شي.

شمالي کوريا دا تجربه په داسې حال کې کړې چې د امريکا خارجه وزير ريکس ټېلرسن د اسيا په دوره دی او د جنوبي کوريا او چاپان نه وروستو دا وخت په چين کې دی.

يوه ورځ وړاندې ټېلرسن په دې خبره زور راوړی ؤ چې د شمالي کوريا لخوا د جوهري خطرې په تناظر کې د دې د مخې نيولو دپاره د نوې تګ لارې جوړولو ضرورت دی.

ټېلرسن ويلي ؤ امريکا په دغه لړ کې په ټولو لارو د غور کولو دپاره تياره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG