د پاکستان پنجاب صوبې وياند ملک احمد پخلی کړی چې د لاهور په بيديا روډ باندې شوې چاؤدنه کې د څلورو عسکرو په ګډون شپږ کسان وژل شوي، او د ۱۹ نه زيات نور ژوبل شوي دي.
د لاهور په بيديا روډ باندې نن د شورو/چهارشنبې په ورځ ترسره شوې چاؤدنه کې د سرشمېرنې د عملې ګاډی په نخښه شوی دی.
د پنجاب صوبايي حکومت وياند ویلي په وژل شوؤ کې څلور عسکر او دوه نور د سرشمېرنې د عملې غړي شامل دي.
د بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.
راپورونه وايي د سرشمېرنې په ګاډي ځانمرګی برید شوی دی، ولې د پنجاب حکومت ويلي د برید نوعيت لا نه دی معلوم شوی.
پاکستان کې دا وخت د سرشمېرنې عمل روان دی او پوځي سرتېري پکې د امنیت په موخه مامور کړی شوي دي.
پېښه کې ژوبل کسان پوځي او جنرل روغتونونو ته وړل شوي او راپورونه وايي په ژوبلو کې د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی.
وزيراعظم نوازشريف او د پنجاب صوبې اعلی وزير شهبازشريف په سختو ټکو کې د بريد غندنه کړې ده.
راپورونه د چارواکو له قوله وايي د سرشمېرنې عمل به د معمول ترمخه روان وي.
د پنجاب صوبې سرښار لاهور کې له دې وړاندې د فرورۍ په مياشت کې دوه چاؤدنې شوې وې.
په ۱۳م فرورۍ د پنجاب اسمبلۍ سره نزدې په مال روډ باندې يو ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او د ۸۵ پورې نور ژوبل شوي وو.
په ۲۳ م فرورۍ په اقبال مارکيټ کې يو بله چاؤدنه کې لس تنه وژل شوي او د ۲۰ پورې نور ژوبل شوي وو.
د لاهور په مال روډ او سندهـ صوبې په سېهون سيمه کې د لعل شهباز قلندر په مزار د ځانمرګي (چې پکې د ۹۰ نه زيات کسان وژل شوي) وروستو د پوځ لخوا په ملک کې د ترهګرۍ په ضد د ردالفساد په نوم عمليات پېل کړی شوي دي.
څيړونکي وايي ردالفساد کې تراوسه پورې کومه مهمه کاميابي نه ده ترلاسه شوې.
د ردالفساد په نوم عملياتو پېل کېدو سره سم په ملک کې د لټون عمليات پېل شوي او په لويه شمېره کې د مشکوک خلکو دنيولو ادعاوې پکې شوي دي.
او د لاهور ترڅنګ د پنجاب صوبې په بېلابيلو برخو کې په لويه شمېره کې د پښتنو د نيولو خبرونه مخې ته راغلي او خلکو دغو عملياتو ته د ترهګرۍ په ضد نه بلکې د پښتنو په ضد د عملیاتو نوم ورکړی ؤ.
په پنجاب حکومت د سختو نيوکو وروستو وزيراعلی پنجاب شهباز شريف ويلي ؤ چې پښتانه يې وروڼه دي او عملياتو کې به کوم خاص قوميت هدف نه جوړوي.