لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې د افغان پوځ لس سرتيري وژل شوي


په کندهار کې د افغان پوځ په يوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې د ملي اردو لس سرتیري او د وسله والو طالبانو ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.
په کندهار کې د افغان پوځ په يوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې د ملي اردو لس سرتیري او د وسله والو طالبانو ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

د افغان چارواکو په وېنا تېره شپه وسله والو طالبانو په کندهار او بادغېس ولايتونو کې د افغان پوځ او پوليس په پوستو بريدونه کړي او په نښتو کې دواړو خواؤ ته درنه مرګ ژوله اوختې ده.

بل لور ته د دفاع وزارت په يو بيان کې ويلي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ترهګرو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې د طالبانو د یو تن سیمه ييز قوماندان او ۳ تنو داعشیانو په شمول ۹۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي .

په کندهار کې د افغان پوځ په يوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې د ملي اردو لس سرتیري او د وسله والو طالبانو ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

دا پېښه د کندهار د ارغنداب او شاه ولي کوټ ولسوالیو ترمنځ د اڅکزو سوزنیانو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول پوځ مطبوعاتي وياند تورن محمد صادق عیسی وي او ای ته ويلي چې پېښه کې دويې او وسله والو ته هم دروند تاوان اوختی اود مرګ ژوبلو کره شمېره يې نه ده ويلې..

خو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يو چارواکي د نوم نه ويلو په شرط ويلي وسله والو طالبانو د شپې په ۱۱ بجې برید کړی او تر سحره ۴ بجو روان ؤ.

سرچینې په برید کې د ۱۱ تنه ملي پوځ سرتیرو او ۱۷ تنو وسله والو د وژل کېدو ويلي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې په دغه جګړه کې د خپلو لسو سرتیرو وژل کیدل او د نهو نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي په جګړه کې یې وسله والو طالبانو ته هم د سر دورند زیان اړولی چې اوس هم لا د تیرې شپې د جګړې د دولسو وژل شوو وسله والو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پراته دي.

وسله والو طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته په لیږلي یوه بیان کې يې ادعا کړې چې په پېښه کې يې ۳۵ افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او ۴ تنه يې له ځان سره بوتلي دي.

بل لور ته د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د تیرې شپې راهیسې د دغه ولایت د قادس په ولسوالۍ کې د " دره بوم"په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو پراخه بریدونه پیل کړي چې لړۍ یې نن ورځې ته هم غځیدلې ده.

چارواکو په دغه جګړه کې د دوه پوليس سرتېرو وژل کېدو او د طالبانو د پوځي پوستې نيولو ويلي دي.

د بادغیس د والي ویاند وویل چې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زیان رسیدلی دی.

طالبانو د " دره بوم " د ټولې سیمې د نیولو ادعا کړې خو چارواکي وايي قادس ولسوالي د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

بل لور ته د دفاع وزارت په يو بيان کې ويلي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ترهګرو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې د طالبانو د یو تن سیمه ييز قوماندان او ۳ تنو داعشیانو په شمول ۹۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG