لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دیش کې سمندري طوفان ١٠ لکه خلک ځپلي


ددغو بې کوره شوؤ کسانو دپالنې په کار هم ۲۰۰۰۰ مامورین ګمارل شوي.
ددغو بې کوره شوؤ کسانو دپالنې په کار هم ۲۰۰۰۰ مامورین ګمارل شوي.

دبنګله دیش په جنوبي سمندري غاړو کې د مورا په نوم د سمندري طوفان له امله خواوشا لس لکه خلک خوندي سیمو ته ویستل شوي اؤ په دغه طوفان کې په سوونو کچه کورونه غورځیدلي دي.

راپورونه وایي مورا نومي دغه سمندري طوفان دچټاګانګ ښار اؤ کاکس بازار ته دسه شنبې په سحر رسیدلی اؤ په دغه مهال سمندري غاړو کې د هوا رفتار په یو ساعت کې ۱۳۵ کیلو میټره ؤ.

چارواکي وایي سمندري طوفان کې د خلکو د زیان د مخنیوي په خاطر خواوشا لس لکه کسان خوندي سیمو ته ویستل شوي اؤ دهغوئ دپاره بیلابیلو سیمو کې خیمې لګول شوي دي.

ددغو بې کوره شوؤ کسانو دپالنې په کار هم ۲۰۰۰۰ مامورین ګمارل شوي.

چارواکي ویره ښایي چې په لکونو هغه روهنګیا مسلمانان ددې طوفان څخه اغیزمن کیدی شي چې د ګاونډي هیواد میانمار نه بنګله دیش ته اوختي اؤ دغلته په کچه کوټو کې ژوند کوي.

دخبري اژانس ای ایف پي له مخې د کاکس بازار ضلع کې خواوشا درې لکه د روهنګیا مسلمانان میشته دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG