لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بیا په افغان پوله د ازغن تار اؤ امنیتي پوستو په جوړولو لاس پورې کړی


پاکستان یو ځل بیا دپولې د سمبالښت په نوم افغانستان سره په لګیدلې پوله د ازغن تار په لګولو اؤ کمربندونو جوړولو پیل کړی دی.

خو څیړونکي وایي دا کار په داسې حال کې پیل شوی چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني او نواز شریف سره لیدلي او د تعلقاتو د ښه کیدو هیله پیدا شوې وه چې دې کار سره به یو ځل اړیکې خرابې شي.

د سه شنبې په ورځ دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي په افغانستان سره په ګډه پوله دغه ازغن تار د پوځ دسرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه په امر لګول کیږي چې مقصد یې په پوله دترهګرو د فعالیتونو مخه نیول دي.

پوځ وایي دغه ازغن تار به په لمړي پړاؤ کې په باجوړ،مهمند اؤ خیبرایجنسو کې افغانستان سره په لګیدلې پوله لګول کیږي ځکه چې دغه قبائیلي سیمې زیاتې حساسې دي.

د پاکستاني پوځ د وینا له مخې په دوهم پړاؤ کې به په نورو قبائیلي سیمو اؤ بلوچستان سره پیوست افغان پوله باندې ازغن تار لګولی اؤ امنیتي پوستې اؤ قلعه ګانې جوړولې شي.

پوځ پخپل بیان کې ویلي چې خوندي پوله د دواړو هیوادونو په ګټه ده ځکه چې ددې سره به د ترهګرو په پوله د اوختو را اوختو مخه ونیول شي.

خو د افغانستان یو وتلی خبریال ښاغلی جاوید همیم کاکړ وایي د ډیورنډ پر فرضي اوکرغیړنې کرښې دا ډول کمربندونو او اغزن تار لګولو سره ځمکني حقایق نه بدلیږي،

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي جاوید همیم کاکړ ویلي دا کرښه د پښتنو پر سینه تیره شوې او ددواړو غاړو پښتانه قومونه یی نه مني.

دپاکستان له لوري له دې وړاندې هم په پوله ددغسې خوځښتونو له امله سخت تاؤ تریخوالی اؤ نښتې شوي دي.

افغان چارواکي د پولې د سمبالښت په نوم دپاکستان دغه رقم ګامونه پخپله خاوره کې مداخله ګڼي اؤ په دغه معامله د دواړو هیوادونو اړیکې زیاتې تاوژنې شوي هم دي.

داپریل په میاشت کې دافغانستان دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت دپاکستان دپوځ له لوري د ډيورنډ په کرښه د اعزن تار او دنورو موانعو د جوړولو غندنه کړې وه او ویلي يي وؤ چې افغان حکومت کلکه اراده لري چې دموقعې په برابریدو به په سرحد جوړشوي موانعې او تاسیسات له منځه وړي.

افغان خبریال ښاغلي جاوید همیم وایي په شنګهایي کانفرنس کې د اولسمشراشرف غني اؤ نوازشریف ترمینځ له لیدنې وروستو د تاؤ تریخوالي د کمیدو یو څه هیلې پیدا شوې وې خو د پاکستان لخوا بیا په پوله د ازغن تار لګولو اؤ امنیتي کمربندونو جوړولو سره به اړیکې نورې هم تاوژنې شي.

په متحده عرب اماراتو کې میشته وتلي پښتون لیکوال اؤ مدني فعال ښاغلی زرین زاده یوسفزی هم وایي ازغن تار لګول د مسئلې حل نه دی پاکستان له پکار دي چی د افغانستان په حواله خپله تګ لاره او خارجه پالېسۍ کی بدلون راولي .

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي زرین زاده وویل پاکستان غواړي چی په ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو سره د افغانستان سره د پولی ستونزه حل کړي خو د افغانستان اولس او حکومت کله هم دا کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې .

د ښاغلي یوسفزئ په وینا " هر څو که پاکستان وایي چی دا د افغانستان په ګټه هم ده او په دغه لار به مونږ ترهګر ډب کړو خو دغه کار به تاو تریخوالی لا زیات او د کرښې دواړو خواو ته دمیشته پښتنو ژوند به نور هم ګران کړي "

پاکستان اؤ افغانستان یو بل سره د ډیورنډ دکرښې په نوم ۲۶۴۰ کلو میټره اوږده پوله لري چې دغه پوله افغانستان د نړیوال سرحد په توګه نه مني اؤ پاکستان یې افغانستان سره خپل نړیوال سرحد ګڼي.

دغه کرښه په کال ۱۸۹۳ کې دبرتانوي هند اؤ دافغانستان دهاغه وخت دامیر عبدالرحمان لخوا د ترسره شوي یو تړون په اساس راښکل شوې وه.

نن هم ددغه کرښې دواړو غاړو ته ګڼې داسې سیمې شته چې دواړه سیمې یې د ملکیت دعوه لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG