لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاړه چنار په چاودنو د ریاست دخاموشۍ په ضد پيښور کې احتجاج


دپاړه چنار د پيښې په ضد دپيښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کیږي
دپاړه چنار د پيښې په ضد دپيښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کیږي

پاړه چنار کې په غبرګو بمي چاودنو کې د سلو څخه د زیاتو پښتنو د وژنې اؤ په دغو چاودنو د حکومت اؤ امنیتي ادارو د خاموشۍ په پیښور کې د مدني ټولنې غړي اؤ سیاسي فعالین سړکونو ته راوتلي .

دغه مدني فعالان وایي پنجاب کې چې کله په یوه پیښه کې خلک ووژل شي نو سمدستي ریاست اؤ ټوله حکومتي مشینري په حرکت کې راشي خو د پښتنو په سیمو کې چې کله په ترهګرۍ کې په سلګونو کسان ووژل شي نو حکومتي ادارې اؤ حکومت په ځان غوږونه راواچوي.

مدني اؤ سیاسي فعالین د حکومت په ضد احتحاج کوي

دمدني ټولنې غړي د شورو په ورځ دپاړه چنار د پیښې قربانیانو سره دیووالي ښودلو دپاره د پيښور پریس کلب مخې ته ورټول شوي وؤ اؤ د حکومت په ضد یې شعارونه ورکول.

دغو مظاهرینو وویل د پاړه چنار په غبرګو بمي چاودنو کې د۱۰۰ؤ نه زیات کسان ووژل شول اؤ په سلګونو نور زخمیان دي خو حکومت پرې ځان ناجاڼه کړی اؤ مطبوعات ورته هم پام نه ګرځوي.

په دغه موقعه وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې د سکهانو د تولنې مشر رادیش سنګهـ ډیره د افسوس خبره ده چې پنجاب کې په داسې قسمه پيښو حکومت سمدستي ګامونو ته راوړاندې کیږي خو دپښتنو سیمو کې چې په سلګونو پښتانه د ترهګرۍ پيښو کې وژل کیږي حکومت پرې ځان نانګاره کړي.

هغه وویل”د بهاولپور دپيښې دپاره وزیراعظم خپله د لندن دوره لنډه کړه اؤ نیغ بهاولپور ته لاړو خو پاړه چنار کې چې په سلګونو پښتانه دترهګرۍ د پیښې ښکار شول نو پاړه چنار ته نه شي تلی؟”

هغه پوښتنه وکړه چې ایا دپښتنو وینه ارزښت نه لري که پاړه چنار د پاکستان سیمه ده نه چې ددغه ځایې د متاثرینو تر اوسه هیڅ رقم ډاډګیرنه ونه شوه

نوموړي وویل چې د پښتنو هره ورځ نسل کشي کیږي ، کله کوئټه کې بمي چاودنې کیږي اؤ کله پاړه چنار کې خو د پوښتنې یې څوک نه شته.

دغو مظاهره چیانو په دې خبره خفګان ښودلو چې دتیرې یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې راهسې دپښتنو نسل کشي روانه ده، په زرګونو خلک یې مړه ، په لکونو ژوبل یا هم بې کوره شول ،جائیدادونه اؤ کاروبارونه یې تباه شول خو مرکزي حکومت ورته هیڅ پام نه ګرځوي.

دنیشنل یوتهـ د اطلاعاتو سکترې میرمن پلوشه عباس ډیوه راډیو سره خبرو کې وویل پښتانه هم ددې هیواد د وګړو په توګه همدومره حق لري څومره چې یې د نورو قامونو وګړي لري ځکه نو حکومت دې د پښتنو د نسل کشۍ روانې لړۍ ته دپایې ټکی کیږدي.

د مزدور کسان پارټۍ دپښتونخوا صدر یوسف انور پوښتنه وکړه چې دا څنګه د ترهګرۍ په ضد جګړه ده چې قربانیان یې یوازې پښتانه جوړیږي؟

هغه وویل “مونږ یو ترهګر ته ښه وایو اؤ بل ته بد چې همدې تګلارې زمونږ وطن تباه کړو، پښتونخوا یې تباه کړه، کوئټه اؤ کابل یې په وینو سره کړل خو مونږ اوس هم خپلې ناوړه تګلارې نه پریږدو”

په دغه موقعه دپښتونخوا اولسي تحریک مشرانو اعلان وکړو چې نور د پښتنو زغم ختم شوی اؤ هغوئ د صوبې ټولو سیاسي ګوندونو ته یو خط لیکلي چې پکې یې د هغوئ څخه غوښتنه کړې چې باید په دې یوه نکته متفق شي چې پښتانه به له ترهګرۍ څنګه وژغورل شي.

په ۲۳م جون د افغانستان سره په پوله دپرتې قبائیلي سیمې کرم ایجنسۍ سرښار پاړه چنار په طوري بازار کې هاغه مهال پرله پسې دوه بمي چاودنې شوې وې چې خلک داختر دپاره په سود سودا اخستو بوخت وؤ.

په دغو چاودنو کې ۷۲ کسان وژل شوي اؤ تر۱۰۰ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

دغه پيښې له دې امله په پاکستان کې میشتو پښتنو کې غم اؤ غصه راپارولې ده چې تر اوسه هیڅ یو لوړ پوړی حکومتي چارواکی یا دپوځ سرلښکر ددغو پيښو دقربانیانو پوښتنه نه ده کړې.

خو ددې په پرتله چې روانه اوونۍ کې دپنجاب په بهاولپور سیمه کې دتیلو د یو ټانکر اوړیدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله واوخته نو دپاکستان وزیراعظم نوازشریف د لندن خپله دوره لنډه کړې اؤ ځان یې سمدستي بهاولپور ته ورسولو.

دپاکستان مرکزي اؤ دپنجاب صوبې حکومتونو دغه پیښه کې د وژل شوؤ کسانو دپاره د یو تن پسر د شلو لکو اؤ د ژوبلو دپاره د لسو لکو روپو د امداد ورکولو ترڅنګ د هغوئ د کورنیو غړو له د سرکاري نوکرو ورکولو اعلان هم کړی دی.

خو پاړه چنار کې یې کرفیو لګولې اؤ ددغه پيښو په ضد امنیتي ځواکونه هیچاته د احتجاج اجازت نه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG