لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم مالي مرستې غندو، د پاړه چنار مظاهرچيان


د کُرمې د بريدونو په ضد پېښور، اسلام اباد او کراچۍ کې هم احتجاجي مظاهرې شوي دي.
د کُرمې د بريدونو په ضد پېښور، اسلام اباد او کراچۍ کې هم احتجاجي مظاهرې شوي دي.

پاړ ه چنار کې په اوومه ورځ په احتجاجي پرلت ناست مظاهره چيان وايي وزیراعظم نوازشريف ورپورې د مالي مرستو په نوم ټوقه وکړه، دويې د وزيراعظم مالي مرستې غندي او ردوي يې.

وزيراعظم نوازشريف نن د زیارت په ورځ د پاړه چنار بمي بريدونو کې د وژل شوؤ دپاره لس لس لاکه او ژوبلو دپاره پینځه پينځه لاکه روپو مالي مرستو ورکولو اعلان کړی دی.

د مظاهرې يو مشر شبيرحسېن ساجدي ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل، " عجيبه قانون دی، پنجاب کې د تېلو د ټېنکر پېښه کې د مړ دپاره شل لاکه روپۍ او کرمه کې په چاؤدنه کې د وژل شوي دپاره دپاره لس لاکه روپۍ، وزيراعظم له په دغه عمل شرم پکار دی، مونږ د دغه اعلان غندنه کوو او دا مرستې ردوو".

هغه زياته کړه " وزيراعظم زمونږ د جذباتو سره لوبې وکړې د پنجابي او پښتون په وينه کې څه فرق دی، خو دا د پنجاب تعصب دی چې پښتنو اوقبايلو سره يې کوي".

هغه وويل غوښتنه کوي، چې " په ځايي سېول ملټري انتظاميه يې اعتماد ختم شوی د پوځ سرلښکر دې ورله مذاکراتو له ورشي، اېف سي دې لرې کړی شي، د کرمې ملېشه دې بيرته راوستی شي".

شبيرحسېن وویل د وزيراعظم پاړه چنار ته راتلل خو لرې خبره ده د بريدونو غندنه يې قدرې نه ده کړې.

پاړه چنار کې د جمعې په ورځ دوه بمي بريدونو کې د ۷۲ نه زيات کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو، مظاهره چيان وايي د بريدونو وروستو په مظاهره اېف سي ډزې کړي او څلور تنه يې په هغې کې وژلي وو.

د پاړه چنار د بريدونو دوه ورځې وروستو د پنجاب صوبې په بهاولپور سيمه کې د پټرولو يو اوړېدلي ټېنکر نه د تېلو راټولولو په وخت د اور لګېدو له امله مرګ ژوبلې رامنځته شوې او مرکزي حکومت په دغه پېښه کې د مړه شوؤ دپاره د شلو شلو لاکو روپو امداد اعلان کړی ؤ.

په خپله وزيراعظم نوازشريف، د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېدباجوه، د پنجاب صوبې وزيراعلی شهبازشريف او نور حکومتي وزيران دغه ځای ته د خلکو خواخوږۍ له ورغلي وو.

د کُرمې مظاهره چيان پوښتنه کړې وه، چې ولې دويې سره په ملک کې دننه د برابرۍ سلوک نه کيږي. دويې د غوښتنو نه منلو پورې به احتجاجي پرلت دوامداره ساتي.

دويې وايي په پاړه چنار کې په شپږو مياشتو کې څلور ځانمرګي بريدونه وشو د دې پلټنې دې وشي او زمه وار دې يې په ګوته شي چې د چا د بې غورۍ په وجه کيږي ځکه چې دغلته عام سړی ورځي د څو چيک پوسټونو او تلاشۍ وروستو رسي ځانمرګی څنګه په اسانه ورسي.

د کُرمې د بريدونو په ضد پېښور، اسلام اباد او کراچۍ کې هم احتجاجي مظاهرې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG