د قبايلي سيمې کُرمې ايجنسۍ مرکز پاړه چنار کې د تېرې جمعې په ورځ د دوه بمي بريدونو وروستو د سيمې خلک په احتجاجي پرلت ناست ؤ، او غوښتل يې د پوځ سرلښکر دې ورله خبرو له ورشي.
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باوجوه نن د جمعې په ورځ پاړه چنار ته رسېدلی دی، نوموړي ته په سيمه کې د امنیت په وضع احوال تېر کړی شوی او هغه په احتجاجي پرلت ناستو مشرانو سره ليدلي دي.
راپورونه وايي په احتجاجي پرلت ناستو خلکو د پوځ سرلښکر ته ۱۱ غوښتنې وړاندې کړي چې پکې بريدونو کې د وژل شوؤ دپاره د ۵۰ لاکه روپو او ژوبلو دپاره د ۲۵ لاکه روپو امداد غوښتنه شامل ده.
دويې غوښتي د اېف سي کمانډنټ ملک عمر او دغه ځواک دې د سيمې نه لرې کړی شي او د کُرمې ملېشه دې بيرته راوستی شي.
د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور ويلي، " د مظاهره چيانو په غوښتنو کې ځينې سياسي وې او ځينې د امنيت په حواله وې، د امنيت په حواله د پوځ سرلښکر په سمدستي ډول د هغې د پوره کولو امر کړی، د پوځ نوې دستې راغلي او د سېف سټي (خوندي ښار) پروژه يې اعلان کړې په هغې به کارروايي کيږي او امنيت به ښه کولی شي".
وزيراعظم نوازشريف د زیارت په ورځ د پاړه چنار بمي بريدونو کې د وژل شوؤ دپاره لس لس لاکه او ژوبلو دپاره پینځه پينځه لاکه روپو مالي مرستو ورکولو اعلان کړی خو د پاړه چنار مظاهره چيانو دغه امداد رد کړی او په ځان پورې ټوقه يې بللې وه.
د مظاهرې يو مشر شبيرحسېن ډيوه ريډيو ته ويلي ؤ " وزيراعظم زمونږ د جذباتو سره لوبې وکړې د پنجابي او پښتون په وينه کې څه فرق دی، خو دا د پنجاب تعصب دی چې پښتنو اوقبايلو سره يې کوي".
هغه غوښتي ؤ " په ځايي سېول ملټري انتظاميه يې اعتماد ختم شوی د پوځ سرلښکر دې ورله مذاکراتو له ورشي، اېف سي دې لرې کړی شي، د کرمې ملېشه دې بيرته راوستی شي".
پاړه چنار کې د جمعې په ورځ دوه بمي بريدونو کې د ۷۲ نه زيات کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو، مظاهره چيان وايي د بريدونو وروستو په مظاهره اېف سي ډزې کړي او څلور تنه يې په هغې کې وژلي وو.
د پاړه چنار د بريدونو په ضد او د سيمې د خلکو د غوښتنو په حق کې په پېښور، اسلام اباد او کراچۍ کې هم احتجاجي مظاهرې شوې وې.
د پوځ وياند وويل، د افغانستان سره لګېدلې په ټوله پوله يې د ازغن تار لګولو په کار پېل کړی دی، په وړومبي پړاؤ کې به "زياتې حساسې سيمې د چرته نه چې ترهګر رااوړي هلته ازغن تار لګولی شي او په دوېم پړاؤ کې به په ټوله پوله ازغن تار لګولی او خوندي کولی شي".
خو د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي د ډیورنډ په کرښه به د پاکستان له لوري د ازغن تار د غزولو مخه نيسي.
د پوځ سرلښکر پاړه چنار کې د بريدونو وروستو د نهې په ورځ سيمې ته د تلو هڅه کړې خو د خراب موسم له امله په تلو کې ناکامه شوی ؤ.