لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ به پاړه چنار نه څنګه خوندي ښار جوړوي ؟


Prezident Franklin&nbsp; Ruzvelt San-Fransisko konferensiyasida ishtirok etuvchi AQSh delegatsiyasi bilan Oq Uyda uchrashmoqda. 13-mart, 1945.<br />
&nbsp;
Prezident Franklin&nbsp; Ruzvelt San-Fransisko konferensiyasida ishtirok etuvchi AQSh delegatsiyasi bilan Oq Uyda uchrashmoqda. 13-mart, 1945.<br /> &nbsp;

دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه پاړه چنار څخه د خوندي ښار جوړولو اعلان کړی اؤ پوځ وایي دغه قبائیلي سیمې ته د وګړو د تحفظ دپاره نور پوځیان هم لیږل شوي دي.

خو څیړونکي وایي پوځ لا نه ده روښانه کړې چې څنګه به دپاړه چنار دخلکو ابادي، جغرافیه،اقتصاد اؤ عقیده دهر رقم ګواښونو څخه خوندي وساتي.

پاړه چنار کې د اختر څخه دوه ورځې وړاندې دوؤ غبرګو بمي چاودنو کې د ۷۵ کسانو د وژل کیدو اؤ سلګونو نورو د ژوبل کیدو څخه وروستو په ګرد هیواد کې احتجاج پیل شوی دی.

په احتجاج بوخت دپاړه چنار خلک وایی حکومت اؤ امنیتي ادارو هغوئ د ترهګرو مخې ته یوازې پریښي دي اؤ کله چې دوئ ځان سره د روان زیاتي په ضد احتجاج کوي نو امنیتي ځواکونه یې په ګولو وولي.

ددغه احتجاج په اتمه ورځ نن د جمعې په ورځ د پوځ سرلښکر پاړه چنار ته رسیدلی اؤ دغلته یې دقبائیلي مشرانو نه د هغوئ ګیلې مانې مخ په مخ اوریدلي دي.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د پوځ سرلښکر په دغه لیدنه کې قبائیلي مشرانو ته باور ورکړی چې پوځ به یې دامنیت دپاره هر ممکن ګامونه اخلي خو هغوئ دې خپل احتحاج ختم کړي.

سرچینې وایي په دغه موقعه دپاړه چنار مشرانو د پوځ مشر ته داحتجاج ختمولو دپاره ځینې شرطونه ایښي اؤ ویلي یې دي چې هغوئ هر وخت خپل مړي نه شي اوچتولی ، نور دې دترهګرۍ د شر څخه وژغورل شي،

دپاکستاني پوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور قبائیلي مشرانو سره د پوځ د سرلښکر له لیدنې وروستو میډیا ته ویلي چې جنرال باجوه په دغه موقعه پاړه چنار نه د خوندي ښار جوړولو دپروژې اعلان کړی اؤ امنیت ټینګولو دپاره یې د لا نورو ګامونو اخستو امر کړی دی.

پوځ پخپل یو بیان کې دا هم ویلي چې د پاړه چنار نه د خوندي ښار جوړولو دپاره به دپاړه چنار سره په لګیدلو پولو زیات ځواکونه ودرولی شي اؤ دغلته به سي سي ټي وي کیمرې هم لګول کیږي

خو وتلی څیړنکار ښاغلی پروفیسر خادم حسین وایي که چرې پاړه چنار نه د خوندي ښار جوړولو اعلان د ایف سي ار ختمولو اؤ دغلته د اصلاحاتو نافذولو دلارې شوی وی نو دې سره به ټولې قبائیلي سیمې خوندي شوې وی.

خو هغه وایي نه “که یوازې دخندقونو دلارې پوځ دپاړه چنار خلک خوندي کول غواړي نو دا شونې نه ده”

ښاغلی خادم حسین وایي "مهمه خبره به دا وي چې دپاړه چنار دخلکو ابادۍ،عقیدې،اقتصاد اؤ جغرافیې ته پیښ ګواښونه له مینځه یوړل شي اؤ دایوازې په فآټا کې د اصلاحاتو دلارې ممکنه ده"

هغه وویل که په خندقونو کنستلو دپاړه چنار د خلکو د خوندي کولو هڅې کیږي نو دابه ګټه ځکه ونه لري چې ددغه سیمې خلک به د هیواد د نورو برخو څخه وشلیږي اؤ د تنهایۍ لوري ته به لاړ شي.

هغه پوښتنه وکړه “کله چې دوئ تنها شي اؤ په دغه صورت کې ورته هر ګواښ څیلمه کیږي نو د ژغورنې دپاره به څه لارې چارې وي؟”

خو دپیښور یو نامتو خبریال ښاغلی عقیل یوسفزئ بیا په دې نظر دی چې د پوځ سرلښکر پخپل نني سفر د سیمې خلک مطمئین کړي دي.

عقیل یوسفزئ وایي دا ډیر مهم اعلان دی چې د خلکو په غوښتنه د ایف سي کمانډنټ ګوښه کړل شو، کومو عسکرو چې په قبائیلو ګولۍ ورورلې وې د هغوئ د کورټ مارشل حکم وشو اؤ پوځي سرلښکر په اتلسو ساعتو کې دپيښور د کور کمانډر څخه د پاړه چنار د پيښو بشپړ راپور غوښتی دی.

خو دښاغلي عقیل یوسفزئ ددغو دعوؤ پخلی د پوځ د ویاند دڅرګندونو نه دی شوی.

ښاغلي یوسفزي وویل”پکار خو دا وه چې دپوځ سرلښکر ډیر وړاندې پاړه چنار ته تللی وی اؤ ددغو خلکو ګیلې مانې یې له نزدې اوریدلی وی خو دا چې که اوس هم دسیمې خلک دپوځ په اقداماتو مطئین شوي وي نو دا به یو ښه پرمختګ وي.”

نوموړي وویل دا تاثر د ترهګرۍ څخه هم زیات خطرناک دی چې ګنې پاکستان کې پښتانه د توپیري چلند سره مخ دی اؤ قامي سیاست اؤ میډیا کې د دوئ برخه نشته .

هغه وایي چې سیمه کې دامن ټینګولو دپاره به تر ټولو د مخه دغه منفي تاثر له مینځه وړل اؤ پښتنو ته د برابرۍ احساس ورکول وي.

راپورونه وايي چې دپاړه چنار دپيښو په ضد په احتجاج بوختو خلکو د پوځ سرلښکر ته ۱۱ غوښتنې وړاندې کړي چې پکې بريدونو کې د وژل شوؤ دپاره د ۵۰ لاکه روپو او ژوبلو دپاره د ۲۵ لاکه روپو امداد غوښتنې هم شامل دي.

همدغه شان احتجاج کوونکو غوښتنه کړې ده چې د ایف سي کمانډنټ ملک عمر اؤ دغه ځواک دې د سیمې څخه وویستي شي اؤ د کرمې ملیشه دې بیرته راوستل شي.

د پاړه چنار د بريدونو په ضد او د سيمې د خلکو د غوښتنو په حق کې په پېښور، اسلام اباد او کراچۍ کې هم احتجاجي مظاهرې شوې وې.

تیره ورځ وزیراعظم نوازشریف د پاړه چنار چاودنو کې د وژل شوؤ دپاره د لسو اؤ دژوبلو دپاره د پنڅو لکو روپو سړي سر د مرستې اعلان کړی ؤ خو د پاړه چنار مشرانو د وزیراعظم دغه اعلان رد کړی د

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG