لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دریاستي ټي وي په ضد ګرد هیواد کې داحتجاجونو اعلان


دپاکستان ریاستي ټیلي ویژن دپښتون قام په ضد په خپرونو کولو ټوله نړۍ کې په سوشل میډیا د پښتنو غصه راپارولې ده.

د دوشنبې د ورځې نه په ګرد پاکستان کې د مدني ټولنې غړو اؤ سیاسي فعالینو دسرکاري ټي وي په ضد داحتجاجي مظاهرو اؤ لاریونونو اعلان کړی دی.

د وړوکي اختر په دوهمه ورځ د پي ټي وي په یوه مزاحیه یا د ټوقو ټقالو مشاعره کې یو اردو ژبي شاعر جواد حسن د پښتنو په لهجه کې پخپلو ویل شوؤ شعرونو کې پښتنو ته د سمګلرانو، بد بوداره اؤ بې تهذیبه قوم نسب کړی ؤ.

دپښتنو ددغه سپکاوي په ضد چې کله ټوله نړۍ کې په سوشل میډیا دغندنې لړۍ پیل شوه نو دپاکستان د اطلاعاتو سکتر پخپل وضاحتي بیان کې وویل چې پي ټي وي يوه رياستي اداره ده اؤ دخپلو ټولو اعمالو ذمه واره ده،

هغه ویلي هر چا چې ددغه ادارې د پالیسۍ څخه سرغړونه کړي وي په ضد به یې ګامونه اخستل کیږي.

خو په سوشل میډیا پښتانه وایي دا لمړی ځل نه دی چې دپاکستان میډیا پښتنو پسې خندا کوي خو اوس چې ریاستي ټي وي هم د پښتنو سپکاوي ته لاس واچولو نو دا ښایي چې پاکستان کې هیڅوک پښتنو ته په درناوي ورکولو قائل نه دي.

په سوشل میډیا دپښتنو د سخت احتجاج نه وروستو د یک شنبې په ورځ دپى ټى وى نيوز مشر یا ايم ډي سردار احمد اين سُکهيرا دپي ټي وي دپروګرام( چې پکښې دنسلي رنګ مظاهره شوې) نوټس اخستی اؤ د مسؤلو کسانو په ضد یې دسمدستي ګامونو اخستو امر کړی دی.

په پاکستان کې دبرقي میډیا څارنې د ریاستي ادارې پیمرا مشر ښاغلي ابصارعالم پخپل یو ټویټ کې ویلي پى ټى وى دپيمرا ماتحت نۀ دی خو د پي‌ ټي وي په ضد ورته ګڼ شمیر شکایتونه ترلاسه شوي دي،

هغه ویلي ترلاسه شوى شکايتونه یې دپى ټى وى لوړ پوړو مشرانو ته رسولي اؤ دذمه وارو کسانو خلاف کارروائى شروع شوې ده.

اخوا د پاکستان ټیلي ویژن لخوا ددغه پروګرام پروډیوسر سهیل اشرف څخه په دریوؤ ورځو کې دننه سپیناوی غوښتل شوی چې ولې یې داسې یو پروګرام نشر کړی چې د یو قام سپکاوی پکې شوی.

سهیل اشرف ته په جاري کړی شوی نوټس کې ویل شوي چې د سکرپټ ایډیټر لخوا ددغه مشاعرې هغه برخه چې پښتنو پسې پکې خندا شوې ده پروډیوسر ته په ګوته کړل شوې هم وه خو بیا هم نشر شوې ده چې دا د پي ټي وي‌ دپالیسۍ څخه سرغړونه ده.

د دوشبنې د ورځې نه په ګرد پاکستان کې د مدنې ټولنې غړو، سیاسي فعالینو ، لیکوالو اؤ شاعرانو د پي ټي وي ددغو خپرونو په ضد د احتجاجي مظاهرو اؤ لاریونونو اعلان کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو د شوؤ اعلانونو له مخې د پيښور پریس کلب مخې ته به ددوشنبې په ورځ یوه لویه احتجاجي مظاهره کیږي.

همدغه شان په مردان، چارسده، ملاکنډ ، اسلام اباد اؤ کراچۍ کې هم داحتجاجي مظاهرو تابیا شوې ده.

په پيښور کې دمظاهرې د تابیا کوونکو څخه یو تن ښاغلي طارق افغان وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته وویل پاکستان کې هسې خو په پښتنو د میډیا دروازې تړل شوي دي خو د سپکاوي دپاره یې هر وخت میډیا حاضر ده.

نوموړي وویل هسې خو له ډیرې مودې په پاکستاني میډیا پښتنو پسې خنداګانې کیږي خو دا چې د ریاست یو سرکاري ټي وي باندې د پښتنو بې عزتي وشوه نو دا ښایي چې پښتون ته په دې خاوره کې څوک د درناوي ورکولو هډو قائل نه دي.

هغه وویل تر هغې به خپل احتجاج ته دوام ورکړي تر څو چې ددغه پروګرام د وړاندې کوونکو اؤ شاعر په ضد غوڅ ګامونه نه وي اخستل شوي اؤ پښتنو ته دا باور نه وي ورکړل شوی چې راتلونکي کې به په میډیا د پښتنو دا رقم سپکاوی نه کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG