لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتنو په سپکاوي دپاکستان دریاستي ټي وي په ضد احتجاجونه پیل شوي


دپاکستان د ریاستي ټي وي په ضد پښتانه احتجاجي مظاهره کوي
دپاکستان د ریاستي ټي وي په ضد پښتانه احتجاجي مظاهره کوي

دپاکستان په ریاستي ټیلي ویژن دپښتون د شوي سپکاوي په ضد نن په ګرد پاکستان کې پښتانه احتجانو ته راولاړ شوي دي .

پښتانه لیکوالان،شاعران، د مدني ټولنې غړي اؤ سیاسي فعالین وایي په ریاستي ټي وي د پښتنو بې عزتي د یو منظم پلان لاندې شوې ده اؤ دوئ به ددې عمل په ضد خپل احتجاج ته دوام ورکړي .

د وړوکي اختر په دوهمه ورځ دپاکستان په سرکاري ټیلي ویژن په یوه مزاحیه یا د ټوقو ټقالو مشاعره کې یو اردو ژبي شاعر جواد حسن د پښتنو په لهجه کې پخپلو ویل شوؤ شعرونو کې پښتنو ته د سمګلرانو، بد بوداره اؤ بې تهذیبه قوم نسب کړی ؤ.

دپښتنو د سپکاوي دغو شعرونو ټوله نړۍ کې په سوشل میډیا د پښتنو غصه راپارولې اؤ نن دپيښور پریس کلب مخې ته د پي ټي وي په ضد یوې درنې احتجاجي مظاهرې ته وینا والو ویلي دپاکستان ریاستي ټي وي یوازې دپنجاب نمائندګي کوي اؤ ټول عمر یې پښتنو پسې خندا کړې ده.

په دغه موقعه خپله وینا کې د پښتونخوا اولسي تحریک مشر وویل ډاکټر سیدعالم محسود وویل پي ټي وي د پښتنو دغه سپکاوی ښه په شعوري ډول کړی دی ځکه چې دا یوه اداره ده اؤ ټولې خپرونې دخپلې پالیسۍ مطابق کوي .

هغه وویل “دا چې په دغه مشاعره کې دپنجاب یو شاعر دپښتون قام سپکاوی کوي اؤ هغه ته ناست خلک په دغه سپکې داد ورکوي، چکچکې ورته کوي اؤ بیا دغه دسپکاوي ډک پروګرام پي ټي وي ټولې دنیا ته ښایي نو دا پښتنو سره د پنجابي اسټبلشمنټ دعمومي ذهنیت عکاسي کوي”

دعوامي نیشنل پارټۍمرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین وویل چې ټول عمر پاکستان کې پښتنو سره د میرې مور سلوک شوی دی خو په ریاستي ټي وي پښتون قام پسې پچموزې کول ښایي چې په دې هیواد کې د پښتون د قربانو ، د هغوئ د اتلانو، روایاتو اؤ ملي اقدارو هیڅ قدر وقیمت نشته.

نوموړي وویل که د پښتنو په سپکاوي کې ککړو دغو کسانو ته سخته سزا ورنکړل شوه نو پښتانه به بیا مجبوره شي چې سړکونو ته رااوځي اؤ دخپل حق تپوس وکړي.

وتلي شاعر ښاغلي پروفیسر اباسین یوسفزي وویل پښتنو هیڅکله د پنجاب یانورو قامونو په ضد تر دې مهاله د سپکاوي رویه نه ده خپله کړې خو دا یوازې پنجاب دی چې پښتنو ته د کرکې پرله پسې پیغام ورکوي.

دغه احتجاجي مظاهرې ته ښاغلي شهاب خټک ، وتلي دانشور، نورالامین یوسفزي، ښاغلي طارق افغان اؤ نورو هم ویناګانې وکړې اؤ د پاکستان د سرکاري ټي وي پښتون دښمنه پالیسي یې وغندله.

په دغه مهال د پي ټي وي په استازیتوب د پي ټي وي د پيښور څانګې مشر یا جنرل منیجر اؤ د اطلاعاتو د مرکزي محکمې په استازیتوب د صوبې د پریس اؤ انفارمیشن ډآئریکټر مظاهرینو له ورغلل اؤ د پښتنو په شوي سپکاوي یې له هغوئ معافي وغوښته.

دمظاهرې مشرانو د پي ټي ټي اؤ اطلاعاتو د محکمې استازو ته وویل چې معافي به یوازې په هغه صورت کې ورکوي چې ددغه پروګرام پیش کوونکی ، کتونکی ، سکرپټ لیکونکی اؤ پروډیوسر د ملازمات څخه وویستل شي.

هغوئ غوښتنه وکړه چې د پښتنو په سپکاوي کې په لاس لرونکي شاعر دي د پي ټي وي پروکرامونو کې دبرخې اخستو ټول عمر بندیز ولګول شي.

دمظاهرې مشرانو دا غوښتنه هم وکړه چې پي ټي وي څنګه د ټي وي په شیشه د پښتون قام سپکاوی کړی هم هغه شان دې د ټولو پښتنو نه د ټي وي په شیشه معافي هم وغواړي اؤ دغه معافي دې په ورځپانو کې هم د اشتهارونو په توګه خپره کړل شي.

د پيښور تر څنګ په چارسده کې هم نن خبریالانو په چارسده پریس کلب کې په پي ټي وي د پښتنو د شوي سپکاوي په ضد احتجاجي مظاهر کړې ده.

ټاکل شوې ده نن په پلازمینه اسلام اباد، کراچۍ، کوئته اؤ د پښتونخوا په بیلابیلو ښارو نو کې هم د پي‌ تي وي په ضد احتجاجي مظاهرې کیږي

دپاکستان د سرکاري ټي وي په ضد د احتجاجونو ددغه لړۍ پیل کیدلو وروستو دپاکستان د اطلاعاتو سکتر پخپل وضاحتي بیان کې ویلي چې پي ټي وي يوه رياستي اداره ده اؤ دخپلو ټولو اعمالو ذمه واره ده،

هغه ویلي هر چا چې ددغه ادارې د پالیسۍ څخه سرغړونه کړي وي په ضد به یې ګامونه اخستل کیږي.

همدغه شان دپى ټى وى نيوز مشر یا ايم ډي سردار احمد اين سُکهيرا هم دپي ټي وي دپروګرام( چې پکښې دنسلي رنګ مظاهره شوې) نوټس اخستے اؤ دفوري کارروايۍ حکم ئې کړی دی.

په پاکستان کې په میډیا د نګرانۍ لرلو د ریاستي ادارې مشر ښاغلي ابصارعالم پخپل یو ټویټ کې ویلي پى ټى وى دپيمرا ماتحت نۀ دی خو د پي‌ ټي وي په ضد ورته ګڼ شمیر شکایتونه ترلاسه شوي دي،

هغه ویلي ترلاسه شوى شکايتونه دپى ټى وى اعلي مشرانو ته رسولي اؤ دذمه وارو کسانو خلاف کارروائى شروع شوې ده.

اخوا د پاکستان ټیلي ویژن لخوا ددغه پروګرام پروډیوسر سهیل اشرف څخه په دریوؤ ورځو کې دننه سپیناوي غوښتل شوی چې ولې یې داسې یو پروګرام نشر کړی چې د یو قام سپکاوی پکې شوی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG