لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې سیلابونو پینځه ماشومان لاهو کړي


دغو سیلابونو د دواړو قبائیلي ایجنسیو ترڅنګ په پیوست نیمه قبائیلي سیمه ټانک کې هم خلکو ته ستر زیانونه اړولي دي.
دغو سیلابونو د دواړو قبائیلي ایجنسیو ترڅنګ په پیوست نیمه قبائیلي سیمه ټانک کې هم خلکو ته ستر زیانونه اړولي دي.

دافغانستان څیرمه دپاکستان په قبائیلي سیمه شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې د پشکال دبارانونو له امله راغلو سیلابونو کې پینځه ماشومان مړه شوي دي.

دغو سیلابونو د دواړو قبائیلي ایجنسیو ترڅنګ په پیوست نیمه قبائیلي سیمه ټانک کې هم خلکو ته ستر زیانونه اړولي دي.

راپورونه وایي دشمالي وزیرستان د رزمک په ستر سروبي سیمه کې دلسو کالو څخه د کم عمر شپږ ماشومان سیلابي اوبو لاهو کړي.

سیمه ایزه انتظامیه وایي د لاهو شوؤ ماشومانو څخه یې دوه تنه ژغورلي اؤ څلور نور مړه شوي دي.

عیني شاهدانو وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي په مړو شوؤ ماشومانو کې دوه جینکۍ هم شامل دي چې په سیمه کې یې ګورګورې ټولولې اؤ سیلابي اوبو لاهو کړې.

دسیمې خلک وایي پخپل سر یې ددغو ماشومانو د ژغورنې دپاره هڅې کړې وې خو په حکومتي کچ ورته هیڅ مرسته نه وه ترلاسه.

چارواکي د جنوبي وزیرستان مرکز واڼا څخه په دیرش کلو میټره پرته فاصله دشکۍ تحصیل مزدک کلی هم سیلابونو ځپلی چې پکې یو ماشوم سیلابي اوبو وړی اؤ ۴۰ؤ پورې کورونه یې ړنګ کړي دي.

د سیمې یو اوسیدونکي حمزه وزیر ډیوه راډیو ته ویلي هر کال په دغه سیمه کې دپشکال په موسم کې سیلابونه خلکو ته نقصانونه اړوي چې دمخنیوي دپاره د سیمې خلک پخپل سر هلې ځلې کوي خو حکومت د نقصاناتو مخنیوي دپاره تر اوسه هیڅ ګامونه نه دي اخستي.

هغه وویل چې دسیلابونو نه وروستو هم خلک دسیلابي اوبو له امله په هفتو هفتو خپلو کورونو ته نه شي ورتلی.

حمزه وزیر زیاته کړه چې که انتظامیه دغو سیلابي اوبو ته بندونه ووهي نو دخلکو ځانونه اؤ مالونه محفوظ کیدی شي.

همدغه شان د ټانک بازار کې هم سیلابی اوبه په دوکانونو ورماتې شوي چې دوکاندارانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دسیمې څخه د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې ددغو سیلابونو په وجه د کرونده ګرو فصلونه هم تباه شوي .

سیمه ایزې انتظامیې ډیوه راډیو ته ویلي د زیانونو د جاج اخستو دپاره یې کمیټي جوړه کړې ده اؤ اغیزمنو خلکو سره به د حکومت له لوري مرستې کولی شي.

په پاکستان کې هرکال د پشکال په موسم کې دبارانونو په وجه سیلابونه راځي اؤ خلکو ته درانه زیانونه اړوي .

ددغو سیلابونو په هکله د موسمیاتو محکمه له وړاندې څخه خبرداری هم ورکوي خو په قبائیلي سیمو کې د سیلابونو دخطر نه د اولس ژغورنې دپاره کوم اقدامات تر اوسه نه دي شوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG