لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دعلماؤ کونسل ځانمرګي بریدونه حرام ګرځولي


ټول علماء په دې خبره یوه خوله دي چې پاړه چنار کې د اختر نه وړاندې شوې بمي چاودنې فرقه ایزه بڼه نه لري
ټول علماء په دې خبره یوه خوله دي چې پاړه چنار کې د اختر نه وړاندې شوې بمي چاودنې فرقه ایزه بڼه نه لري

دپاکستان په کچ د مختلفو مسلکونو سره تعلق لرونکو علماؤ د فرقه ایزې کرکې په ضد د موثره قانون جوړولو د غوښتنې ترڅنګ ځان وژونکي بریدونه حرام ګرځولي دي.

د وزیراعظم نوازشریف په وینا رابلل شوې د ټول هیواد دعلماؤ دکونسل غونډه د دوشنبې په ورځ د پاکستان د مذهبي چارو د وزیر سردار یوسف په مشرۍ شوې ده.

دغونډې څخه وروستو جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ټول علماء په دې خبره یوه خوله دي چې پاړه چنار کې د اختر نه وړاندې شوې بمي چاودنې فرقه ایزه بڼه نه لري ځکه چې دغلته د فرقو ترمینځ هیڅ کرکه نشته.

د علماء کونسل لخوا جاري شوې اعلامیه
د علماء کونسل لخوا جاري شوې اعلامیه

دغو علماؤ د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې دپاړه چنار په څیر د ترهګرۍ د پيښو مخه دې ونیسي اؤ څوک چې دغو پيښو کې ککړ دي د هغوئ په ضد دې سخت ګامونه واخستل شي.

اعلامیه کې په حکومت غږ شوی دی چې د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونه څارنه سخته کړي اؤ دهغوئ دفعالیتونو مخه دې ونیول شي.

علماء کونسل په دغه اعلامیه کې وئیلي چې د هر رقم ترهګرۍ غندنه کوي اؤ ترهګریز بریدونه حرام ګرځوي.

دغو علماؤ د ترهګرۍ په ضد د یوې قامي بیانیې خبره هم کړې ده اؤ ویلي یې دي چې حکومت د فرقه ایزو کرکو ختمولو دپاره کوم قانون جوړ کړی دی په هغې دې عمل هم وکړي.

علماؤ غوښتنه کړې ده چې په میډیا دې مذهبي بحثونه اؤ مناظرې هم بندې کړل شي اؤ څوک چې ټولنیزې رسنۍ د فرقه ایزو کرکو دپاره کاروي د انټرنټي جرمونو د قانون په اساس دې دهغوئ په ضد هم ګامونه واخستل شي.

د غونډې نه وروستو دپاکستان د مذهبي چارو وزیر سردار یوسف ویلي غونډه کې په ترهګرۍ اؤ په ځانګړي ډول د پاړه چنار په بمي چاودنو خبرې شوي دي.

هغه وایي په راتلونکي کې ددغه شان ترهګریزو پیښو مخنیوي دپاره په غونډه کې یو شمیر مهمې پریکړې شوي دي.

هغه وویل دغو پریکړو کې د هیواد دننه د روانې ترهګرۍ، مذهبي کرکې،دځان وژونکو بریدونو په ختمولو اؤ د امن د ټینګښت دپاره د یوې پیاوړې ځوابي بیانیې په جوړولو ټینګار شوی دی.

په دغه غونډه کې دا پریکړه هم شوې ده چې دعلماؤ یوه ډله به د پاړه چنار اؤ کوئټې سفر کوي.

پاکستان کې دې نه وړاندې هم څو ځله دیني عالمانو ځان وژونکي بریدونه حرام ګرځولي خو د هغې باوجود په دغه هیواد کې دځان وژونکو لړۍ نه تم کیږي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG