لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حقاني او نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کې ځالې لري، افغان صدارتي وياند


افغان حکومت سره داسې اسناد دي چې حقاني شبکه په پاکستان کې ده او د پوځ ملاتړ ورسره دی.
افغان حکومت سره داسې اسناد دي چې حقاني شبکه په پاکستان کې ده او د پوځ ملاتړ ورسره دی.

افغانستان وايي د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت دا ادعاوې بې اساسه دي چې داعش، تحريک طالبان پاکستان، تحريک طالبان افغانستان، جماعت الاحرار او القاعده ډلې د افغان حکومت د قابو نه بهر په افغانستان کې فعاليتونه لري، خو ټوله نړۍ په دې خبر ده چې دا ډلې چرته دي.

د افغانستان مرستيال صدارتي وياند دواخان مينه پال وي او ای ته ويلي، ټول په دې پوهيږي چې د پېښور شورا، کوټې شورا، ميرانشاه شورا او کراچۍ شورا د پاکستان په خاوره دي او د پوځ ملاتړ ورته ترلاسه دی.

مینه پال ويلي " نړۍ دې نتيجې ته رسیدلې چې ترهګر د پاکستان څخه ملاتړ ترلاسه کوي او په دغه خاوره کې مېشت دي او پاکستان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملي او رښتوني عملیات وکړي ".

نوموړي زياته کړې افغان حکومت سره داسې اسناد دي چې حقاني شبکه په پاکستان کې ده او د پوځ ملاتړ ورسره دی.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر وياند د پنجشنبې په ورځ ويلي په هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، داعش او القاعده په رنګ ترهګرۍ ډلې په منظم ډول شتون نه لري.

ښاغلي ذکريا دا خبره په داسې حال کې کړې وه چې نوموړي يادې کړې ترهګرې ډلې د کلونو راهسې په ملک کې وخت په وخت د ترهګرو بريدونو زم وارۍ قبلوي.

او پاکستاني چارواکي وخت په وخت د ملک د بيلابيلو برخو کې د دغو ډلو د ترهګرو په ضد د عملياتو د هغو د نيولو يا وژلو ادعاوې کوي.

نفيس ذکريا ويلي د افغانستان د لوري د پاکستان په قبايلي سیمو کې د حقاني شبکې د موجودګۍ تور يواځې بيان دی، او د دغه لارې افغانستان د خپلې ناکامۍ تور په پاکستان لګوي.

هغه ويلي افغانستان کې د حقاني شبکې د کمانډرانو د وژنې نه دا خبره په ډاګه کيږي چې دا ډله په افغانستان کې شتون لري او د پاکستان څخه نه بلکې هم د هلته نه عملیات کوي.

افغانستان د تېرې اوږدې مودې راهسې تور لګوي چې حقاني شبکه د پاکستان په قبايلي سيمو کې شتون لري د پاکستان د استخباراتي ادارې ائي اېس ائي ملاتړ ورته ترلاسه دی او په افغانستان کې د پاکستان د خاورې نه ترهګري کوي.

نفيس ذکريا وايي د ترهګرۍ په ضد د کلکو عملياتو له امله ترهګر په تېښته دي ځالې يې ويجاړې کړی شوي او په ملک کې د امنيت وضع شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG