لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتنو په سپکاوي دپاکستان دسرکاري ټي وي ذمه وار کسان ګوښه


په پي‌ ټي وي د پښتنو په ضد پریس کانفرنس کیږي
په پي‌ ټي وي د پښتنو په ضد پریس کانفرنس کیږي

دپاکستان په ریاستي ټي وي ښودل شوې یوه مشاعره کې د پښتون قام په سپکاوي کولو ګرد هیواد کې دپښتنو لخوا له سختو احتجاجونو وروستو پاکستان ټیلي ويژن د جواد حسن جواد په نوم دغه شاعر باندې تلعمري بندیز لګولی اؤ د پروګرام چارواکي یې د خپلو عهدو څخه ګوښه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو د وزیرې مریم اورنګزیب په حکم ددغه پیښې د پلټنو دپاره یوه کمیټي هم ټاکل شوې چې معلوموي به اخر څرنګه په یو ریاستي ټي وي د پښتون قام سپکاوی وشو اؤ د پي ټي وي چارواکو یې مخه ونه نیوله.

د پي ټي وي بیانیه
د پي ټي وي بیانیه

خو پښتانه سیاسي فعالین، د مدني ټولنې غړي، شاعران اؤ لیکوالان وایي دوئ اوس نورو پلټنو ته په انتظار دي اؤ که په دغه سپکاوي کې ککړو کسانو ته سخته سزا ورنکړی شوه نو هغوئ به دغه مسله پارلیمان اؤ په وروستي پړاؤ کې محکمې ته یوسي.

د سه شنبې په ورځ پيښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې د عوامي نیشنل پارتۍ مرکزي سکتر میا افتخارحسین، د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سیدعالم محسود، پروفیسر اباسین یوسفزئ ، طارق افغان اؤ نورو مشرانو وویل هغوئ د پي ټي وي لخوا د مسؤلو کسانو په ضد د ګامونو اخستو ستائنه کوي خو په دغه اقداماتو لا په مکمل ډول مطمئین نه دي.

دعوامي نیشنل ګوند دمشر سکتر میا افتخار حسین وینا وه چې د ترهګرۍ په ضد جوړ شوي نیشنل ایکشن پلان کې په هاغو څرګندونو هم بندیز دی چې کرکې خوروي اؤ د پي ټي وي څخه په دغه مشاعره کې دپښتون قام په ضد کرکه خوره شوې ده .

هغه غوښتنه وکړه چې په دغه پیښه کې دککړ شاعر اؤ د پي ټي وي دچارواکو په ضد دنیشنل ایکشن پلان په اساس کاروایي وکړل شي.

هغه وویل دا لمړی ځل نه دی چې دپاکستان سرکاري ټي وي د پښتنو سپکاوی وکړو بلکې دلته شخصي میډیا هم تل پښتنو پسې ملنډې کوي خو له دې وروستو که چا هم په پښتون قام پسې خندا وکړه نو پښتانه به نور په قلاره نه بلکې په سړکونو اؤ احتجاج ویني.

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سیدعالم محسود وویل چې دپښتنو سخت احتجاج حکومت اؤ چارواکي په دې مجبوره کړل چې په شاعر یې بندیز ولګولو اؤ اړونده پروډیوسر اؤ سکرپټ ایډیټر یې معطل کړل خو مونږ لا په دې نه یو مطمئین

نوموړي وویل د پلټنو دپاره د جوړې شوې کمیټۍ د راپور انتظار کوؤ خو که په هغې کې مسولو کسانو ته سخته سزا تجویز نکړی شوه نو پښتانه به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

پروفیسر اباسین یوسفزي وویل چې پي ټي وي باندې اوس هم پښتانه د یو قام پځایې د یوې کمیونټي په نوم یادول کیږي چې دا د پښتنو د حیثیت منلو نه انکار دی.

هغه وویل پښتانه په ټوله نړۍ کې خور یو لویې قام دی اؤ کله هم د خپلو ملي سپکاوي اؤ ملي ګټو څخه په ډډه نه شي پاتې کیدلی

بلخوا د دوشنبې په ورځ دپاکستان ریاستي ټیلي ویژن پخپله یوه بیانیه کې ویلي چې دهیواد د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب اؤ د پي ټي وي لوړ پوړو چارواکو د پښتنو په احتجاجونو اؤ خفګان سخت نوټس اخستی اؤ د پيښې د پلټنو امر یې کړی دی.

په دغه بیانه کې ویل شوي چې یاد شاعر ټول عمر دپاره په پي ټي وي بند کړل شوی اؤ ددغه مشاعرې پروډیوسر اؤ سکرپټ ایډیټر دخپلو دندو څخه ګوښه کړل شوي اؤ په ضد یې پلټنې پیل شوي دي.

ریاستي ټي وي وایي چې د پاکستان د ټولو صوبو د ټي وي چارواکو ته یې امر کړی چې په راتلونکي کې باید داسې غلطۍ تکرار نکړي چې د چا جذبات راوپاروي.

باید وویل شي د وړوکي اختر په مهال د پاکستان په ریاستي ټي وي یوه مزاحیه مشاعره کې یو اردو ژبې شاعر د اشارو په ژبه کې پښتانه د بې کلتوره ، سمګلرانو، بدبوداره اؤ پسمانده قام په توګه یاد کړي وؤ چې دهغې خلاف ټول پاکستان اؤ په سوشل میډیا سخت احتجاجونه روان دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG