لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان شوال اؤ راجګال کې دداعش په ضد پوځي عملیات پیل کړل


دا لمړی ځل چې دپاکستان پوځ پخپله خاوره دداعش دمنظمې  موجودګۍ اعتراف کوي
دا لمړی ځل چې دپاکستان پوځ پخپله خاوره دداعش دمنظمې  موجودګۍ اعتراف کوي

دپاکستان پوځ سر دنن څخه افغانستان سره په پوله پرتو خپلو قبائیلي سیمو شوال ؤ راجګال کې دخیبر ۴ په نوم د پوځي عملیاتو پیل کولو اعلان کړی دی.

پاکستان پخپلو قبائیلي سیمو کې دداعش دجنګیالو په ضد دعملیاتو پیل کولو دغه اعلان وروستو له هغې کړی چې تیره ورځ دامریکا کانګریس یوه قانوني مسوده کې پاکستان ته ورکړی کیدونکې مرستې دپاکستان لخوا د طالب جنګیالو په ضد د ریښتوني مبارزې سره وتړلې.

پوځ وایي ددغو عملیاتو مقصد په سیمه کې دداعش دجنګیالو پناه ځایونه له مینځه وړل اؤ د پولې پورې غاړې څخه دپاکستان په سیمو کې دداعش دفعالیتونو مخه نیول دي.

دا لمړی ځل چې دپاکستان پوځ پخپله خاوره دداعش دمنظمې موجودګۍ اعتراف کوي

له دې وړاندې پاکستاني پوځ دریځ لرلو چې داعش په افغانستان کې فعاله دی خو په پاکستان کې منظمه موجودګي نه لري.

راجګال دخیبر ایجنسۍ لرې پرته غرئیزه سیمه ده اؤ شوال په شمالي وزیرستان کې دجنګیالو د اثر لاندې هاغه سخته غرئیزه سیمه ده چې څه برخه یې د جنوبي وزیرستان سره هم لګیدلی ده .

د اتوار یا یک شنبې په ورځ دپاکستان د پوځ ویاند میجرجنرال ښاغلي اصف غفور یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې ویلي چې دخیبر۴ په نوم دغه پوځي عملیات د ردالفساد په نوم هیواد کې د جنګیالو اؤ ورانکارو په ضد وړاندې نه د روانو عملیاتو یوه برخه ده .

هغه وویل په راجګال اؤ شوال کې دغه عملیات دداعش دجنګیالو د سیوا شوي موجودیت له امله پیل کړل شوي اؤ مقصد یې دپولې د پورې غاړې ( افغانستا ) څخه دپاکستان په سیمو کې دداعش د فعالیتونو اؤ اثر رسوخ مخه نیول دي.

خو پوځي ویاند نه ده په ډاګه کړې چې واشنګټن اؤ کابل په دغو سیمو کې د طالب جنګیالو د موجودو ځالو د ختمولو کومې پرله پسې غوښتنې کوي ایا دغه طالبان به هم خیبر۴ عملیاتو کې له مینځه وړل کیږي که نا؟

پوځي ویاند وویل راجګال په ټولو قبائیلي سیمو کې تر ټولو مشکله سیمه ده اؤ دغلته چې جنګیالو کومې ځالې جوړې کړي دي دې تازه عملیاتو کې به دغه ځالې له مینځه وړل شي.

جنرال غفور وویل پوځ د ورانکارو په ضد خپل عملیات د ۲۰۰م کال څخه پیل کړي چې په هغې کې یې لمړی باجوړ، سوات اؤ اوس مهمند ایجنسي د ترهګرو نه پاکه کړه.

د ردالفساد د تفصیلاتو بیانولو په ترڅ کې پوځي ویاند وویل د ردالفساد لاندې ۴۶ سترعملیات شوي اؤ د استخباراتي‌معلوماتو په اساس ۹۰۰۰ نه زیات عملیات شوي چې ۱۳ ستر عملیات پکې په بلوچستان کې هم شوي دي.

په ورستيو کې امریکايي چارواکو او قانون سازانو پاکستان ته ښکاره ویلي او ټينګار یې کړی چې طالبانو ته د ماتې ورکولو دپاره د امريکا او افغان حکومت مرسته وکړي او د دغسې نه کولو په صورت کې امریکا د پاکستان سره خپلو اړيکو باندې غور کولی شي.

تیره ورځ د امریکا کانګریس یوه قانوني مسوده منظور کړې چې ددغه قانون لاندې به پاکستان ته روان کال د اکتوبر د وړومبۍ مياشتې نه تر راروان کال يعنې ۲۰۱۸م د دسمبر تر ۳۱مې نېټي۴۰ کروړه ډالرو مالي امداد تر هغې نه ورکول کېږي تر څو چې د امريکې د دفاع وزير ددې خبرې پخلی ونکړې چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې پرضد په ریښتوني ډول پوځي عمليات کوي.

واشنګټن اؤ کابل دتیرې یوې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګر پاللي اؤ په دغو ترهګرو افغانستان کې بریدونه کوي.

پاکستان که هرڅو دغه تورونه ردوي خو څیړونکي وایي چې تر دې مهاله پاکستان پخپله خاوره دترهګرو د ځالو له مینځه وړلو دپاره هیڅ داسې قاطعې ګامونه نه دي اخستي چې نړۍ پرې مطمئینه کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG