لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف اؤ کورنۍ یې دجی ایي ټي په راپور محکمه کې نیوکې جمع کړي


نیوکو کې ویل شوي چې تحقیقاتي ډلې دخپلو اختیاراتو څخه تجاوز کړی
نیوکو کې ویل شوي چې تحقیقاتي ډلې دخپلو اختیاراتو څخه تجاوز کړی

دپاکستان د وزیراعظم اؤ دهغه د کورنۍ په ضد دپاناما قضیه نن په ستره محکمه کې اوریدل شوې اؤ اؤ وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه کورنۍ ددغه قضې په هکله د ګډې تحقیقاتي ډلو د پلټنو په ضد خپل اعتراضونه په محکمه کې جمع کړي دي.

دپاکستان په وزیراعظم اؤ دهغه په بچو تور دی چې دهیواد نه بهر کوم کاروبارونه اؤ پنګې لري دهغې حساب ورسره نشته چې دغه پیسې یې له کومې لارې لاسته راوړي دي.

سترې محکمې ددغو تورونو د پلټنو دپاره یوه ګډه تحقیقاتي ډله جوړه کړې وه چې د پلټنو نه وروستو دغې ډلې خپل راپور سترې محکمې ته سپارلی.

اؤ اوس سترې محکمې یو ځل بیا ددې قضیې اوریدنه پیل کړې ده.

د دوشنبې په ورځ محکمه کې د قضیې اوریدنې په مهال د وزیراعظم نوازشریف دکورنۍ اؤ ددغه هیواد دخزانې دوزیر اسحاق ډار لخوا د تحقیقاتي ټیم په راپور جمع کړی شوؤ اعتراضاتو کې د تحقیقاتي ډلې د پلټنو په طریقه اؤ د واک نه په تجاوز نیوکې شوي دي.

دشریف کورنۍ په نیوکو کې ویل شوي چې سترې محکمې ګډې تحقیقاتي ډلې ته د ۱۳ؤ پوښتنو دپلټنو امر کړی ؤ خو جی ایي ټي دخپل حد نه تجاوز کړی اؤ ځان یې هم پلټنو کې بې پلوه نه دی ساتلی.

د پاناما قضیې د پلټنو دپاره دسترې محکمې په امر ټاکل شوې ګډې تحقیقاتي ډلې سترې محکمې ته پخپل راپور کې ویلي چې وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه اولاد د پلټنو په مهال تحقیقاتي ډله په دې نه ده مطمئین کړې چې په بهرنو هیوادونو کې دهغوئ پرتې پنګې اؤ جائیدادونه یې له کومې لارې ترلاسه کړي.

په دغه قضیه کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند وکیل نعیم بخاري محکمې ته وویل چې د تحقیقاتي ډلې راپور کې هم ویل شوي چې د وزیراعظم اؤ د هغه د کورنۍ غړو کوم بیانونه د پلټنو په مهال ورکړي هغه یو بل سره سمون نه خوري.

نعیم بخاري ویلي چې د تحقیقاتي ډلې پلټنې ښایي چې دنوازشریف اؤ دهغه کورنۍ پنګې له هغې سیوا دي کومې چې دوئ ښودلي دي.

د وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه دکورنۍ په ضد محکمې ته د تللو خواؤ د وکیلانو له بحثونو اوریدو ورستو سترې محکمې د قضیې نوره اوریدنه ترسبا ورځط ځنډولې ده.

له اوریدنې وروستو دپاکستان د مملکت د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب میډیا ته ویلي چې د شریف کورنۍ وکیلان به د جی ایي ټي په ضد خپلې نیوکې په محکمه کې سمې ثابتوي اؤ وزیراعظم اؤ کورنۍ به یې ددغه قضیې څخه بریالي اوځي.

خو بل لوري ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چوهدري ویلي چې دهغوئ د ګوند وکیل محکمې نه غوښتي چې نوازشریف نا اهله وګرځوي.

هغه ویلي اوس د نوازشریف اؤ د هغه د کورنۍ درغلۍ په ډاګه شوي اؤ که نوازشریف د وزیراعظم د منصب څخه استعفي ورنکړي نو داسې ښکاري چې هغه نه به دغه استعفي واخستل شي .

خو د تحریک انصاف دغه ویاند نه ده په ډاګه کړې چې د وزیراعظم نه به استعفي څوک اخلي.

وزیراعظم نوازشریف وړاندې نه په ډاګه کړې ده چې دهغه دحکومت په ضد سازش روان دی اؤ دخپلو مخالفو سیاسي ګوندونو په فشار به استعفي نه ورکوي.

خو دپاکستان پوځ په ستره محکمه کې ددغه قضیې له اوریدنې یوازې یوه ورځ دمخه په ډاګه کړې وه چې دغه قضیه پوځ سره نیغ په نیغه هیځ تړاؤ نه لري بلکې پریکړه به یې سترې محکمې ته کول وي.

دپوځ ویاند ویلي وؤ وزیراعظم نوازشریف څخه د سترې محکمې په امر جوړې پلټنیزې ډلې کې شاملو د پوځ اؤ ایي ایس ایي دوؤ استازو خپلې ذمه وارۍ په ایماندارۍ سره سرته رسولی دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG