لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا کې په اصلاحاتو دخبرو نوی پړاؤ پیل کیږي


نوموړې دا هم وويلي چې که فاټا اصلاحات دې وار هم منظور نه شو او يا د قبائيلي اولس د غوښتنو پر ضد وؤ نو احتجاجي لړۍ به پېل کوي
نوموړې دا هم وويلي چې که فاټا اصلاحات دې وار هم منظور نه شو او يا د قبائيلي اولس د غوښتنو پر ضد وؤ نو احتجاجي لړۍ به پېل کوي

د قبائيلي سيمې خېبر ايجنسۍ نه د پارليمان غړی شاه جي ګل افريدی وايي د پاکستان دقامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق ورته باور ورکړی چې په ۳۱ جولائي به د سيفران کميټۍ په غونډه کې د فاټا په اصلاحاتو خبرې کيږي۔

شاه جي ګل وايي ټاکل شوې وه چې نن يعنې په ۲۷ جولائي به د قامي اسمبلۍ سيفران قائمه کميټۍ کې په فاټا اصلاحاتو بحث کيږي خو د کميټۍ دچيئرمېن د ناروغۍ له وجې دغه غونډه ځنډیدلې ده.

نوموړی وایي دوي باور لري چې دې ځل به د کميټۍ غونډه ونه ځنډيږي او اصلاحات به منظور کړې،

خو نوموړې دا هم وويلي چې که فاټا اصلاحات دې وار هم منظور نه شو او يا د قبائيلي اولس د غوښتنو پر ضد وؤ نو احتجاجي لړۍ به پېل کوي۔

د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق سره په ملاقات کې ساجد حسين توري هم شامل و او ډيوه ريډيو ته يي وويل چې د سيفران قائمه کميټۍ په غونډه کې به د اصلاحاتو په بيله بيلو اړخونو خبرې کيږي، او په رواج ايکټ او نورو نکتو باندې به د پارليمان غړو رایې یو کوي۔

ساجدحسېن توري زياتوي د سيفران دقائمه کمیتۍ دمشر تعلق د جميعت علما اسلام ګوند سره دی او دغه ګوند د اصلاحاتو لار کې خنډ هم دی۔

بشپړ حال پرې د ارشد مهمند په لاندې رپورټ کې واورئ

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00
Direct link

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG