لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوازشریف په ګوښه کیدو دسیاسي ګوندونو غبرګون


نوازشریف اؤ د هغه ګوند د وړاندې څخه نظر څرګند کړی ؤ چې د سترې محکمې هره پریکړه به مني.
نوازشریف اؤ د هغه ګوند د وړاندې څخه نظر څرګند کړی ؤ چې د سترې محکمې هره پریکړه به مني.

دپاکستان د سترې محکمې له لوري د وزیراعظم نوازشریف په ګوښه کولو ددغه هیواد دسیاسي ګوندونو بیلابیل غبرګونونه مخې ته راغلي دي .

څه ګوندونه که ددغه پریکړې هرکلی کوي نو څه نور بیا وایي چې د “صادق اؤ امین” په کوم تلوار د نوازشریف مرۍ پریکړی شوې اوس باید دا معیار د پوځیانو، ججانو اؤ نورو ادارو دپاره هم پځایې وساتل شي.

دنوازشریف د مخالف ګوند تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي میډیا سره خبرو کې د سترې محکمې پریکړه دپاکستان په ګټه ګرځولې اؤ ویلي یې دي اوس دپاکستان مضبوطولو اؤ ترهګرۍ نه د ځان خلاصولو ضرورت دی.

د نوازشریف د حکومت د ائتلافي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې نوازشریف د محکمې دپریکړې په قبلولو سره د کرکیچ رامنځته کیدو مخه نیولې ده اؤ دهغه ګوند اوس هم دائتلافي په توګه دنوازشریف ترشا ولاړ دی.

نوازشریف اؤ د هغه ګوند د وړاندې څخه نظر څرګند کړی ؤ چې د سترې محکمې هره پریکړه به مني اؤ د سترې محکمې د پریکړې راتلو څخه وروستو دمسلم لیګ(ن) ویاند اعلان کړی چې ګوند ته یې د زیاتو تحفظاتو باوجود دغه پریکړه قبوله ده.

خو دنوازشریف د حکومت مملکت دپاره داطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب ویلي چې دمحکمې په دغه پریکړه حیران شوي نه دي بلکې افسوس ورته شوی ځکه چې تل د نوازشریف اقتدار دغسې ختم کړی شوی اؤ اولس بیا په نور قوت سره نواز شریف ته اقتدار سپارلی دی.

په مرکز کې د نوازشریف دحکومت ائتلافي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره تعلق لرونکی سنیټپر عثمان کاکړ ویلي که سترې محکمې دغه پریکړه د خپله انده کړې وي خو بیا سمه ده اؤ که د بل چا په فشار یې کړې وي نو ددې به ښې نتیجې نه وي.

ډیوه ویب پاڼې ته ښاغلي عثمان کاکړ وویل ستره محکمې د ائین د ۶۲ـ۶۳ دفعې لاندې وزیراعظم ګوښه کړی اؤ ویلي یې دي چې هغه صادق اؤ امین نه دی پاتې شوی خو محکمې ته به اوس دائین ددغو دفعو نفاذ په پوځي جنرالانو، قاضیانو اؤ د ژوند د ټولو څانګو سره په تړلو خلکو هم کول وي.

هغه وویل”دنیا ته معلومه ده چې جنرال پرویز مشرف کودتا اؤ په غیر ائیني توګه یې په حکومت قبضه کړې وه اؤ همدغه سترې محکمې هغه مهال پرویز مشرف ته تحفظ ورکړی ؤ ، اوس دغه قضیه محکمه کې پرته ده پکار ده چې دمحکمې قاضیان دغه دوسیه هم په د ۶۲ـ۶۳ دفعې په ګز ناپ کړي”

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین وایي د هغوئ د ګوند دریځ وړاندې نه په دې هکله واضحه ؤ چې د سترې محکمې پریکړه به مني.

نوموړي وویل سباله به دهغوئ د ګوند غونډه کې د ګوند مشر اسفندیار ولي د محکمې په پریکړه خپل نظر څرکند کړي.

خوددغه ګوند ویاند اؤ پخواني سناتور خان بیا ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چې دامین اؤ صاق دغه ټکي پخواني پوځي امر جنرال ضیاء الحق په ائین کې دخپلو ګټو دپاره ورننویستي وؤ .

هغه ویلي اوس دې محکمه په دغه تلوار یوازې د سیاستدانانو مرۍ نه پرې کوي بلکې د هرچا دپاره دې په هره څانګه کې دا معیار وټاکي چې څوک په ریښتوني ډول صادق اؤ امین دی.

د قامي وطن پارټۍ مشر ښاغلي افتاب شیرپاؤ ډیوه ویب پاڼې ته د خپل ګوند د نظر څرګندولو په مهال وویل چې اپوزیشن ګوندونو خو د وړاندې نه وزیراعظم څخه د استعفی غوښتنه کوله اؤ اوس چې محکمې دغه پریکړه کړې نو پکار ده چې ټول ګوندونه یې ومني.

خو هغه دا هم وویل چې د مخکې لخوا ټول عمر دپاره د نوازشریف نااهله کول شونی نه ده.

د سیاسي مشرانو ترڅنګ په سوشل میډیا هم د نوازشریف د کوښه کولو د پریکړې په هکله د مدني ټولنې غړي اؤ سیاسي فعالین بیلابیل نظرونه څرګندوي اؤ په نړیواله میډیا هم د سترې محکمې په دغه پریکړه تاوده بحثونه روان دي.

په سوشل میډیا زیاتره پښتانه دنوازشریف د حکومت په ختمیدو له دې امله د خوشحالۍ څرګندونې کوي چې دده په حکومت کې دپاک -چین اقتصادي راهدارۍ یا سي پیک پروژه کې د پښتنو ګټې دپنجاب ځولۍ ته اچول شوې دي اؤ هم یې قبائیلو سیمو کې د اصلاحاتو ژمنې نه دي پوره کړي.

خو د نوازشریف پلویان بیا د هغه دحکومت خاتمه د جمهوریت په زیان بولي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG