لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت د خیبر ایجنسۍ د سپاه قام مراعات بیا پرځای کړل


پوليټيکل انتظاميې تیره مياشت په باړه کې د ملیشې په يوه پوسته او د اوبو په يو ټینکر د ترسره شوو بمونو حملو وروستو د سپاه قام ټول حکومتي مراعات د اېف سي ار قانون د لاندې په اجتماعي زمه وارۍ کې په دې خبره وتړل چې د دغو دواړو پیښو زمه واري غیرقانونه وسله والې ډلې لښکراسلام قبوله کړي وه
او د لښکر اسلام ډلې مشر منګل باغ تعلق د سپاه قام سره دی
پوليټيکل انتظاميې تیره مياشت په باړه کې د ملیشې په يوه پوسته او د اوبو په يو ټینکر د ترسره شوو بمونو حملو وروستو د سپاه قام ټول حکومتي مراعات د اېف سي ار قانون د لاندې په اجتماعي زمه وارۍ کې په دې خبره وتړل چې د دغو دواړو پیښو زمه واري غیرقانونه وسله والې ډلې لښکراسلام قبوله کړي وه او د لښکر اسلام ډلې مشر منګل باغ تعلق د سپاه قام سره دی

د خیبرايجنسۍ پوليټيکل انتظاميې د خپلو غوښتنو ترسره کیدو نه وروستو د باړې سپاه قام ټولې حکومتي اسانتياوې بيرته بحال کړي دي.

تیره مياشت په باړه کې د امنيتي سرتیرو پر ضد دوه بمي بريدونې شوي وې او د هغې وروستو ځايي انتظاميې په دغو پیښو کې د غیرقانونه وسله وال تنظيم لښکر اسلام د ککړتيا په خبره د سپاه قام ټولې اسانتياوې تړلې وې.

په خیبرهاؤس کې د پولیټکل انتظاميې چارواکو او په باړه کې د سپاه قام مشرانو وویل ځايي انتظاميې د سپاه قام له اړخه د حکومتي غوښتنو پوره کیدو نه پس د دغه قام واړه تړل شوې حکومتي اسانتياوې بيرته پر ځای کړې.

په دغه لړ کې سبا د زيارت یا چهارشنبې، په ورځ په خیبرهاؤس کې د سپاه قام مشرانو له د کاليز ماجب ورکولو تابيا هم شوې ده.

پوليټيکل انتظاميې تیره مياشت په باړه کې د ملیشې په يوه پوسته او د اوبو په يو ټینکر د ترسره شوو بمونو حملو وروستو د سپاه قام ټول حکومتي مراعات د اېف سي ار قانون د لاندې په اجتماعي زمه وارۍ کې په دې خبره وتړل چې د دغو دواړو پیښو زمه واري غیرقانونه وسله والې ډلې لښکراسلام قبوله کړي وه او د لښکر اسلام ډلې مشر منګل باغ تعلق د سپاه قام سره دی.

پولیټیکل انتظاميې د سپاه قام د مشرانو نه په دغو پیښو کې د ککړو کسانو حکومت ته په سپارلو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

او اوس چې دغه شک ترسره کړی شوی نو د سپاه قام يو مشر ملک محمدعلي ډيوه ريډيو ته وويل چې بايد حکومت د امنيت زمه واري په خپله ترسره کړي

د حکومتي چارواکو په وېنا د مراعاتو بحال کیدو سره به د سپاه قام کاليزه ماجب وېشلو ترڅنګ د دغه قام سره تعلق لرونکو هغو کورنيو له هم معاوضه ورکولی شي د چا کورونه يا نورې شخصي ودانۍ چې د ترهګرۍ له امله اغیزمنې شوې دي.

د دې ترڅنګ د انتظاميې له اړخه په خپره شوې يوه اعلاميه کې د باړې ۱۲۰ هغو کورنيو له اطلاع ورکړی شوې د چا په نوم چې د معاوضې د بینک چيکونه د تیرو څو مياشتو راهسې په خیبرهاؤس کې پراته دي او نه دي اخیستل شوي.

د باړې انتظاميې د دغو کسانو د نومونو فهرست هم په خپل دفتر کې لګولی دی او د اغیزمنو کسانو نه يې غوښتنه کړې چې هغوې دې زر تر زره د معاوضې دغه پیسې ترلاسه کړي.

د انتظاميې د چارواکو په وېنا تر دې مهاله د باړې قامونو يعنې ملک دين خیل، قمبرخیل اکاخیل او د ذخه خیلو متاثره نزدې ۴۶۰۰ کورنيو کې د يو نيم ارب روپو نه زياتې د معاوضې رقم وېشل شوی دی

متاثره کورونه د حکومت له اړخه شوې يوې سروی کې معلومولی شي او د سروی دغه کار اوس هم د باړې او تيراه په ځينو برخو کې دوام لري.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG