لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بیا په افغان حکومت طالبانو سره دسولې غږ کړی


سرتاج عزیز له دې وړاندې هم دافغان حکومت څخه غوښتنې کړې وې چې طالبانو ته باید په حکومت کې برخه ورکړي
سرتاج عزیز له دې وړاندې هم دافغان حکومت څخه غوښتنې کړې وې چې طالبانو ته باید په حکومت کې برخه ورکړي

افغانستان کې ورانکارۍ دپاره د طالبانو په مرستو تورن پاکستان یو ځل بیا په افغان حکومت ټینګار کړی چې دحزب اسلامي په څیر طالبانو سره هم سوله وکړي.

خو افغان حکومت دریځ لري چې لمړی غواړي پاکستان سره سوله وکړي بیا به طالبانو سره خبرې وکړي ځکه چې طالبان هم دپاکستان په لمسه دافغان حکومت اؤ نړیوالو ځواکونو په ضد افغانستان کې په جګړه بوخت دي.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د احوال تیرولو په وخت دپاکستان د بهرنو چارو ددفتر ویاند ښاغلي‌ نفیس ذکریا وویل امریکه چې افغانستان دپاره د تګلارې په جوړولو بوخته ده پاکستان ورته وړاندیز کړی چې افغان حکومت دې طالبانو اؤ نورو وسله والو ډلو سره شخړې په خبرو هوارې کړي.

خو دامریکا د بهرنو چارو وزیر ټیلرسن دوه ورځې وړاندې خبریالانو ته واضحه کړې وه چې صدرډانلډ ټرمپ افغانستان دپاره دجوړیدونکې تګلارې ډیر په ځیرکتیا سره جاج اخلي اؤ دومره مهمې پوښتنې یې راپورته کړي دي چې له دې وړاندې کوم امریکایي مشر هاغواړخونو ته پام نه دی ګرځولی.

دپاکستان دپخواني وزیراعظم نوازشریف پخواني مشاور ښاغلي سرتاج عزیز له دې وړاندې هم دافغان حکومت څخه غوښتنې کړې وې چې طالبانو ته باید په حکومت کې برخه ورکړي.

د افغانستان چارواکو اؤ څیړونکو په هاغه مهال د سرتاج عزیز دغه رقم څرګندونې دافغانستان په کورنو چارو کې ښکاره مداخله ګرځولې وه اؤ ویلي یې وؤ‌ پاکستان غواړي افغانستان کې خپل لاسپوځي طالبان اقتدار ته ورسوي.

افغان ولسمشر اشرف غني دریځ لري چې هغه دطالبانو سره د سولې نه زیات پاکستان سره سولې ته لیواله دی ځکه طالبان دپاکستان په وینا افغانستان کې په جګړه بوخت دي.

خو پاکستان بیا دافغانستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغان چارواکي دپاکستان په ضد داسې پروپیګنډه دهندوستان په وینا کوي.

نړیواله ټولنه اؤ په ځانګړي ډول امریکا هم په پاکستان نیوکې چې پخپله خاوره یې جنګیالو ته پناه ورکړي ده اؤ د ترهګرۍ په ضد دجګړې په نوم چې دنړۍ نه کومې پیسې اخلي په هغې جنګیالي پالي.

څلورکاله وروستو یې وزیرخارجه تعینات کړو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG