لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"اؤ 600 پښتانه یې دبابړې په میدان پخپلو وینو کې ولمبول"


دبابړې په مقام د وژل شوؤ پښتنو ورځ نمانځل کیږي
دبابړې په مقام د وژل شوؤ پښتنو ورځ نمانځل کیږي

نن د بابړې په میدان کې د وژل شوؤ 600ؤ څخه د زیاتو هاغو پښتنو ورځ نمانځل کیږي چې په12 اګست کال 1948ء کې پرې د پاکستان دپولیسو اؤ ملیشه ځواکونو لخوا ګولۍ وریدلې وې ،

څیړونکي وایي چې دنړۍ په تاریخ کې په یوه سیاسي کشاله په یوه ورځ په دومره ګڼ شمیر پرامن احتجاج کوونکي چرته هم نه دي وژل شوي.

دبابړې په میدان دستوره

داشنغر دبابړې په میدان وژل شوؤ پښتنو ته دعقیدت وړاندې کولو په غرض نن په زرګونو پښتانه بابړې ته ورټول شوي اؤ دغلته د قیوم خان په حکومت کې د وژل شوؤ سلګونو په یادګاري څلي ګلونه غوړوي .

دبابړې په مقام د وژل شوؤ پښتنو یادګاري څلی
دبابړې په مقام د وژل شوؤ پښتنو یادګاري څلی

دخالي په ورځ دبابړې دغازي ګل بابا جومات کې راجوړې شوې یوې دستورې ته پخپله وینا کې دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر سکتر میا افتخارحسین ویلي اعلان کړی چې د واک به ترلاسه کولو به هغوئ دبابړې دوسیه یو ځل بیا راسپړي اؤ ددغو وژل شوؤ پښتنو د وینو سره به انصاف کوي.

میا افتخار وویل چې د بابړې تاریخي پيښه پښتنو ته په خپلو جمهوري حقونو، ازادۍ اؤ خپله خاوره اؤ اولس دننګ سبق ورکوي.

هغه وویل د پاکستان د جوړیدو سره سم چې په دې هیواد کې پښتنو سره د زیاتي کومه لړۍ پیل شوې وه هغه تر ننه دوامداره ده.

پرون یې دبابړې په میدان په سوونو پښتانه په ګولیو ویشتلي وؤ اؤ نن پښتانه هم پښتانه په دې خاوره وژل کیږي ، زورؤل کیږي اؤ دخلکو حقونو نه محروم ساتل شوي دي.

دغه دستورې ته دعوامي نیشنل ګوند یو بل مشر ایمل ولي خان هم وینا کړې اؤ ویلي یې دي چې پښتنو نه کله هم دبابړې په میدان دخپلو پښتنو توهې شوې وینې نه شي هیریدلی.

هغه ویلي دبابړې په میدان د وژل شوؤ پښتنو وینو رنګ راوړی اؤ اوس پښتانه د خپلو حقونو اخستو ته بیداره شوي دي.

دبابړې د تاریخي پیښې پس منظر د پښتو ژبې وتلی دانشور ښاغلی سلیم راز داسې بیانوي.

دبابړې تاریخي پس منظر

"په ۱۲م اګست ۱۹۴۸ خدایي خدمتګارو د خپلو مشرانو باچا خان ،ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور اؤ نورو خدایي خدمتګارو د ګرفتارۍ په ضد دبابړې په میدان کې د پرامنه احتجاج کولو پروګرام جوړ کړی ؤ ، کله چې دغه په زرګونو خدایي خدمتګار د بابړې میدان ته ورسیدل نو هلته پرې ملیشه اؤ پولیس ځواکونو نیغ په نیغه ډزې وکړې اؤ په سلګونو پښتانه یې وژل "

ددغې پیښې عینې شاهدان چې اوس ډیر کم پاتې دي وایي په خدایې خدمتګارو چې کومې ګولۍ چلیدلې وې په هغې کې د ۶۰۰ ؤ نه زیات خلک وژل شوي وؤ ، خو شپږ سوه مړي معلوم شول اؤ نور دهغه وخت د حکومت د رسوایۍ نه دبچ کولو په خاطر د جیندي په سیند لاهو کړل شوي وؤ.

داسفندیار ولي خان یاداښت

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان چې دبابړې دپيښې په وخت ماشوم ؤ خو دغه ټولې کیسې یې دخپل نیکه باچاخان اؤ خان عبدالولي خان نه اوریدلي دي وایي‌ "دا یوازې دغه شمیره هم نه وه چې خلکو نوټ کړې وه بلکې د سوؤنو پښتنو مړي خو یې په سیند لاهو کړي وؤ"

ډیوه ویب پاڼې سره د بابړې په هکله ځانګړو خبرو کې د اسفندیار ولې خان وینا ده "دتاریخ د ټولو نه لویه المیه یا حیرانونکې خبره دا وه چې په بابړه کې کوم ژوبل شوي کوم کسان وروستو د علاج دپاره هسپتالونو ته یوړی شول نو د قیوم خان د حکومت په وینا د هغوئ نه دعلاج تر څنګ د هاغو کارتوسو پیسې هم واخستل شوې په کومو چې ویشتل شوي وؤ"

اسفندیار ولي خان وایي د بابړې د پیښې نه ووروستو چې به دهاغه وخت یو خدایې خدمتګار شاعر عبدالمالک فدا دبابړې په هکله خپل لیکلی نظم باچاخان ته اورولو نو د هغه په سترګو کې به ورته اوښکې راتلې.

اسفندیار ولي خان په دې نظر دی چې دا نن د پاکستان په ائین کې د اتلسم ترمیم په اساس پښتنو د خپلې خاورې نوم ګټلی یا یې دصوبایې خودمختارۍ په لړ کې ځینې نور بریالیتوبونه ګټلي دي دا هم د بابړې د قربانیانو د وینو په برکت دي.

په پاکستان خصوصاً خیبر پښتونخوا صوبه کې د تیرو څو کلونو راهسې دبابړې د پيښې کلیزه په عقیدت اؤ احترام سره نمانځل کیږي

دتیرکال په څیر سږکال هم د ټولې نړۍ څخه پښتنو د سوشل میډیا د لارې دبابړې د پيښې یاد ژوندی ساتلی اؤ په فیس بک اؤ ټویټر یې ددغه پیښې په اړه عکسونه اؤ لیکنې خپرې کړي چې پکې پښتنو سره د شوي دغه تاریخي ظلم غندنه شوې ده

دبابړې عیني شاهدان
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:18 0:00

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG