لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ۷۰ کالو پوره کېدو وروستو بهرنۍ پاليسي


پاکستان وايي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي او نړۍ دې د پاکستان د قربانو اعتراف وکړي.
پاکستان وايي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي او نړۍ دې د پاکستان د قربانو اعتراف وکړي.

په داسې حال چې د پاکستان جوړېدو ۷۰ کاله وشو پوهان وايي چې د کمزروې بهرنۍ پاليسۍ او د ملک دننه تندروه سوچ يا فکر له امله په سيمه کې يواځې پاتې شوی دی.

د موجوده حکومت په تېرو څلورو کالو کې د بهرنو چارو د وزیر د نشتوالي او په ګاونډي هېوادونو کې د لاس وهنې په تور د پاکستان، هند او افغانستان ترمنځه تاؤ تريخوالی سېوا شوی دی.

د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې مشر ډاکټرفېض الله جان وايي اګرچه د ګاونډي هېوادونو د پاکستان سره سفارتي اړيکې په ځای دي خو بيا هم د چين نه علاوه نور ګاونډي هېوادونه د پاکستان سره ښه اړيکې نه لري.

"د پاکستان څلور ګاونډيان دي، چين، هندوستان، ايران او افغانستان، په دې کې د درېو د پاکستان سره تعلق ښه نه دی يواځې د چين سره يې تعلقات ښه دي نو د هغې په وجه پاکستان په دې ريجن کې يواځې شوی دی، اوس هم د دې هېوادونو سره د پاکستان سفارتي تعلقات په ځای دي او مونږ داسې نشو چې دا تعلقات اخري حد ته رسېدلي دي".

هند او پاکستان دواړه هېوادونه خپله د ازادۍ ورځ په ۱۴ او ۱۵م اګست باندې نمانځي او دغه ازادي دوي د برتانيې د راج نه په ۱۹۴۷ ترلاسه کړې ده خو د ۷۰ کالو تېرېدو باوجود په نصابي کتابونو کې د دواړو ملکونو نوي نسل ته دا ښودل کيږي چې دوي دواړه د يو بل دښمنان دي.

فېض الله جان وايي چې په پاکستان کې کله ۱۴م اګست او ۲۳م مارچ نمانځلی کيږي نو ويل کیږی چې د هند نه يې ازادي ترلاسه کړې خو داسې نه ده هندوستان د برتانيې نه ازاد شوی، دويې دواړو پاکستان او هند د يو بل نه ازادي نه ده ترلاسه کړې بلکې دا دواړه چې کله يو ؤ او د انګرېزانو کالوني وه نو د هغو نه يې ازادي ترلاسه کړې.

او اوس دواړوه هېوادونو ته خپلو خلکو دغه ډول تاريخ وړاندې کول پکار دي.

خو بل اړخ ته کله چې پاکستان په نړيوال کچ په کال ۱۹۷۸کې د افغانستان په جګړه کې ورګډ شو نو په ملکي کچ تندروه سوچ دوام وموندو او هم ددې په وجه د ملک دننه د ګڼ شمېر لاقانونه ګرځول شوؤ تنظيمونو باوجود نړۍ پاکستان ته د ترهګر په نظر ګوري.

د پېښور پوهنتون د پوليټکل سائنس د څانګې پروفېسر مصطفٰی وايي، په حکومتي کچ بهرنۍ پاليسۍ ته پام نه کيږي او منځني حالات په بهر نړۍ کې د پاکستان ښه مخ نه ښکاره کوي.

"د پاکستان حکومت او سياستمدارو سياسي ډلو خارجه پاليسو ترجيح نه ده پاتې او هغويې د قامي ګټو دپاره غټ اتحاد نه دی جوړ کړی چې دملک د ګټې دپاره وي او کله چې زمونږ منځني حالات سم نه وي نو زمونږ ګاونډيان به د هغې نه ګټه ترلاسه کوي".

خو ځينې څيړونکي په دې نظر دي چې د پاکستان ټوله خارجه پاليسي يواځې د سياسي حکومتونو په لاس کې نه وي او نه يې سياستمدار ټوله جوړولی شي بلکې د پوځي اسټبلشمنټ لاس پکې وي.

ښاغلی فېض الله جان زياتوي په کال ۱۹۸۹م کې د ايران د انقلاب نه وروستو عرب هېوادونو او په خصوصي توګه سعودي عرب په پاکستان کې سني مسلکو سره مرستې پېل کړې چې د ايران د انقلاب د اثر مخه ونيسي او ايران هم په پاکستان کې د شيعه مسلمانانو سره لاس کول پېل کړه او په ملکي کچ فرقه يیزه تشدد ته دوام ورکړی شو.

په پاکستان کې د مذهبي لږکيو سره کېدونکي سلوک باندې د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه ګوتې راپورته کوي، خو د پاکستان د بهرنو چارو وزارت دې ته هيڅ ځواب نه وايي ، څيړونکي وايي دا هم د تُندروه سوچ عکاسي کوي.

پاکستان چې د مودو راهسې د امریکا سره اړيکې لري او د ترهګرۍ په ضد اوسنۍ جګړه کې يې اتحادي دی خو باوجود د دې امريکا د پاکستان نه د حقاني نېټ په رنګ شبکو يا ډلو په ضد د عملياتو غوښتنه کوي او په دې خبره د پاکستان او امریکا اړيکې د لوړ ژورې ښکار کيږي.

خو پاکستان وايي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي او نړۍ دې د پاکستان د قربانو اعتراف وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG